ملګري ملتونه ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) د پاكستان او سعودي عربستان خارجه وزيرانو د دواړو هېوادونو ترمينځه مخ په زياتېدونكو اړيكو د اطمينان څرګندونه كړې ده۔ په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 73مه غونډه كښې د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د ده د سعودي همڅنګ عادل بن الجبېر ترمينځھ ملاقات وشو۔ دواړو خارجه وزيرانو د تېرې اونۍ په مهال د وزيراعظم عمران خان د سعودي عربستان كاميابې دورې په مهال د دواړو هېوادونو د مشرتابه ترمينځه په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو ?? همغږۍ ذكر كولو ??ره د شري??ې مرستې غوره نتيجو له د رابطو عمل ته په دوام وركولو ??تفاق وكړو۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د وزيراعظم عمران خان د سعودي عربستان دورې په مهال خادم الحرمېن الشريفېن شاه سلمان او ولي عهد محمد بن سلمان له په زړه پورې مېلمستيا كولو ?? نېكو جذبو څرګندونه وكړه۔ دواړو خارجه وزيرانو دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ ته وده وركولو له د شريكو رابطو په لا زياتولو هم اتفاق وكړو