اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) وزيراعظم جسټس ﴿ر﴾ ناصر ال??لك د وړوكي اختر په موقع د وزيراعظم هاؤس دروازې پرانستې وې او ملاقات لپاره راتلونكو سفارتكارو٬ سركاري چارواكو او مېلمنو سره ئې ملاقات وكړو او ورسره ئې د اختر مباركي وكړه۔ خارجه وزير عبدالله حسېن هارون٬ د جوائنټ چيفس اف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرال زبېر محمود حيات٬ د پاك بحري?? مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي او د پ??ك فضائي?? مشر ائير چيف مارشل مجاهد انور خان هم وزيراعظم سره ملاقات وكړو او ورسره ئې د اختر مباركي وكړه۔