اسلام آباد 24مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي قامي اسمبلۍ كښې د فاټا په حقله ??امي يو والې خوش آئند دے٬پھ داسې د چا جذبات مجروح كول ښھ نه دي٬پاكستان د كركې د سياست او په ټول ټاكنو كښې د تاخير متحمل كېدې نه شي٬پاكستان كښې د اخلاقو نه د لرېوالي او د بدتميزۍ د سياست هېڅ ځاې نشتھ٬د فاټا اولس له ??م هغه آسانۍ وركول غواړو كومې ??ې د هېواد نور اولس ته ترلاسه دي٬زمونږ مقصد د قبائېلي سيمو د اولس باور ترلاسه كول دي او هم دا زمونږ لاره ده۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د فاټا انضمام په حقله د 31م آئيني بدلون منظورۍ نه وروستو په خپله ??ېنا كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل قامي اسمبلۍ نن يو تاريخي بل منظور كړی او د دې نتيجې به ډېرې ګټورې وي٬د مخالفې ډلې مننه كوم چا چې بل پھ منظورۍ كښې زمونږ ملګرتيا كړی٬دا هڅه د تېرو څلورو كلونو نه روانه وه او په دې اړه د سرتاج عزيز په مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه كړی شوې وه كومې ??ې دوه دوه نيم كاله ??ار وكړو او راپور يې وړاندې كړو۔ده ??وئيل د دغه راپور په بنياد د فاټا كمېټي جوړه كړی شوه چې پكښې سرلښكر٬صوبائي اعلٰی وزيران٬ګورنر٬وفاقي وزيران او نور شامل وو۔دغې كمېتۍ د راپور جاج واخست او وروستو ورله د بل شكل وركړې شو۔حكومت او مخالفه ډله ??ه بل سلا شول او نن بل منظور كړی شو۔وزيراعظم ووئيل په خاص توګه د سيد خورشيد شاه ٬ شاهد محمود قرېشي او د فا??وق ستار پشمول د ټولو مننه كوم چا چې د بل منظورۍ په اړه نه يوازې زمونږ ملګرتيا كړی بلكې خپلې رائے يې هم راكړې دي۔ده ??وئيل نن هم حكومت او مخالفو ګوندونو په سلا دا بل منظور كړی۔د دې بل پھ حقله چې څنګه قامي يو والي ته اړتيا وه هم هغسې اتفاق پیدا شو۔د عمران خان وېنا په حقله ??زيراعظم د نوم اخستو نه غېر ووئيل زه پھ دې افسوس ??رم چې اوس ??ومه وېنا وكړی شوه او په كښې داسې خبرې وشوې چې د كومو ضرورت نه وو٬نن داسې كومه خبره نه وه پكار چې ترې كركه محسوسېيږي۔ده ??وئيل د دې خبرو نه د پاكستان اولس خبر دے او په دې غونډه كښې څو ځله ??ه دې بحث شوې چې دهرنا ولې وه ؟ چا وكړه ؟ څنګه وشوه او قانوني اړخ يې څه و۔ده ??وئيل كه د الېكشن كومه شخړه وي د هغې حل له ??ه الېكشن كمېشن كښې پيټشن دائر كېږي او دغسې دغه عمل ترسره كېږي۔