نارووال 05 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چ?? پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ په خبرو نه بلكې په عمل باور لري٬ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د ګوند په منشور عمل روان ساتلې٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ په ضد چې هر څومره انتقامي كارروائي وكړې شي٬ اولس به په راتلونكو ټولټاكنو كښې د پرمختيائي پروژو تسلسل ته ??وټ وركوي او په دې خبره به ريفرنډم كېږي چ?? د كال 2018م پاكستان د كال 2013م نه بهتر دے يا نه۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ په نارروال كښې د لاهور سيالكوټ موټروے لنك ??وډ پ??وژ?? د بنياد تيګې كېښودو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د دې مهمې پ??وژ?? د بنياد تيګه كېښوده۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل چې د سوات څخه تر ګلګت او د ګلګت څخه تر ګودار او د هېواد كومې هم برخې ته ??اړ شئ ٬ څوك دا نه شي وئيلې چې د كال 2018م پاكستان د كال 2013م برابر يا بدتر دے۔ ده ووئيل چې په كال 2013م كښې به برېښنا او ګاز نه و٬ 18 ٬ 18 ساعته ??وډشېډنګ به كېدو۔ نننۍ حا??ت ډېر بدل دے۔ ده ووئيل چې نن هم مونږ ته ??دم سره قدم يو ځائ كولو سره د وړاندې تګ ضرورت دے چې دغسې د هېواد د دښمن او د سي پېك په ضد د قوتونو سازشونه ناكام كړې شي۔