اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان ??غاري د بشري وسائلو پرمختګ لپاره د سرمايه كارۍ زياتولو په حاجت ټېنګار وكولو سره وئيلي دي چې په علم اډانه معيشت سره به هېواد كښې پرمختګ او سوكالي راشي٬ درآمدات د تجديد وړ توان څخه كمېدې شي٬ د تجديد وړ توان ??پاره به باقاعده اداره جوړولې شي۔ ?? پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان ??غاري د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ نېشنل يونيورسټي اف سائنس اېنډ ټېكنالوجي ( نسټ) كښې د يو اېس پاكستان سنټر فار اېډوانس سټډيز وړمبني كانووكېشن ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل د بشري وسائلو په څا??ګه كښې په سرمايه كارۍ كښې د اضافې نه غېر په علم اډانه د معيشت د ودې مقصد نه شي ترلاسه كېدې۔ ده ووئيل پاليسي جوړونكو ته به هېواد د پرمختګ او سوكالۍ په لاره سمولو لپاره د بشري وسيلو په څا??ګو كښې سرمايه كارۍ ته پاملرنه كول وي۔ ??ه ووئيل د يو كهرب روپو نه زيات د توان ??ه څا??ګه كښې د خپلې ماهرانه رائي وركوٶنكو شمېره كمه ده او دغسې په بشري څا??ګه كښې ښه والي له هم كم خرڅ روان دې۔ ده ووئيل هېواد كښې په علم اډانه د معيشت ودې ترتيب وركولو ته اړ??يا ده۔ ده ووئيل د توان ??ه څا??ګه كښې تكنيكي معاونت له به افرادي قوت زياتولې شي او په دې لړ كښې زياته تعليم يافته او د توان ??وهانو څخه بايد كار واخستې شي۔ ??ه ووئيل نسټ د تعليم د تحقيق په څا??ګه كښې عملي نمونه ده او په دې لړ كښې ځانګړې مقام لري۔ وفاقي وزیر سندونه ترلاسه كوٶنكو ته مباركي وركولو سره ووئيل تاسو پاكستان ??ښې د توان ??ه څا??ګه كښې د قدر جوګه اضافه ئې٬ د یو اېس اېډوانسډ سټډيز لپاره پاکستان سېنټر غوندې كوټلې او د تجديد جوګه د توان ??ه څا??ګه كښې بشپړه خدمات وركوي