اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي)د پاكستان حكومت ايئر مارشل مجاهد انور خان د پاك فضائيې نوې مشر غوره كړې۔ په 23 دسمبر 1962 زېږېدلي ا??ئر مارشل مجاهد انور خان د پاكستان په ايئر فورس جي ډي پي برانچ كښې په دسمبر 1983 كښې كمېشن ترلاسه كړو او د پي اے اېف اكېډمۍ اصغر خان څخه د اعزازي شمشير٬بيسټ پائلټ ټرافۍ او د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن كمېټۍ ګولډ مېډل حقدار وګرځولې شو۔د خپل سپېځلي كيريئر په مهال ده د يو فائټر سكواډرن٬يو ټېكټيكل اټك ونګ٬ F.16 دوه ايئر بيسز او ري??نل ايئر كمانډ مشري كړې۔ دے يو كواليفائيډ فلائنګ انسركټر سره سره كمبيټ كمانډر سكول٬كمانډ اينډ سټاف كالج اردن٬ايئر وار كالج فيصل او نېنشل ډيفنس يونيورسټي اسلام آباد څخه ??ارغ التحصيل دې۔ ده د چيف آف دي ا??ئر سټاف پرسنل سټاف آفيسر٬ اسسټنټ چيف آف دي ا??ئر سټاف(آپرېشنز)ډپټي چيف آف دي ا??ئر سټاف(آپرېشنز)او ډائرېكټر جنرل سي فور آئي په توګھ هم وظيفه ترسره كړې۔دے نن سبا په ايئر هېډكوارټر اسلام آباد كښې د ډپټي چيف آف دي ا??ئر سټاف(سپورټ)په توګه او ډائرېكټر جنرل ايئر فورس سټريټېجك كمانډ خذمات ترسره كوي۔ ده د خپل كيريئر په مهال بېلې تربي??ي او جنګي ا??وتكې پاڅولې دي چې پكښې MFI-17 ٬ T-37 ٬ F-5 ٬ F-6 او F -16 شامل دي۔ده ته په پاك فضائيه كښې د شاندار خذماتو په اعتراف كښې هلال امتياز(ملټري) ٬ ستاره امتياز(ملټري) او تمغه امتياز (ملټري)وركړې شوې۔