اسلام آباد ۔ 14 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو ??فاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي د امن او امان په ځائې ساتلو كښې د پوليس بنيادي كردار دے۔ كوم هم هېواد زمونږ په ډول د تره??رۍ په ضد كاميابي ترلاسه كړې نه ده۔ د پولیس ځوانانو د خپلو سرونو قربانۍ وركولو سره دا جنګ ګټلې۔ پوليس د اولس مرستې څخه ځانله كاميابېدې نه شي۔ ټیکنالوجۍ پولیسنګ بېخي بدل كړې۔ مونږ له به ټېكنالوجۍ څخه استفاده كولو سره د نوې دور غوښتنو سره ځان سمول وي۔ د شورؤ په ورځ د “اکیسویں صدی میں پولیسنګ” په سرخط نېشنل پولیس سمټ اېنډ انوویشن اېکسپو 2018 ء ته خپل خطاب كښې داخله وزير ووئيل زه د لوړو زده كړو كمېسيون او نېشنل پولیس بېورو ته د دې كانفرنس په كولو مباركي وركوم۔ دا د خپل نوعيت اولنې كنفرنس او نندارتون دے كوم چې د څلورو ??اړو صوبو سره سره د آزاد کشمیر، ګلګت بلتستان پولیس او قانون نافذ كوؤنكو ادارو ??شرتابه د يو چھت لاندې جمع كړي۔ ده ووئيل راتلونكي كنفرنس كښې به د ملګرو ??ېوادونو پوليس چارواكي هم رابللې شي۔ وفاقي وزير ووئيل كوم هم هېواد د تره??رۍ داسې مقابله نه ده كړې څنګه چې مونږ كړې او كوم هم هېواد زمونږ په ډول د تره??رۍ په ضد كاميابي ترلاسه كړې نه ده۔ ده ووئېل په دې لړ كښې د پوليس كردار ډېر مهم دے۔ پوليس د خپلو سرونو په قرباني په دې جنګ كښې كاميابي ترلاسه كړې۔ مونږ د پوليس ټولو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل د كنفرنس كولو په لړ كښې د لوړو زده كړو كمېسيون كردار هم ځانګړې دے۔ ده ووئيل مونږ د سائنس او ټېكنالوجي په دور كښې ژوند كوؤ۔ په نوې دنيا كښې چیلنجونه بدلېږي او مونږ نوې چېلنجونو سره مخ يو۔ وګړي هم دې ټېکنالوجۍ څخه استفاده كولو سره د پوليس مرسته كولې شي۔ ده ووئيل د کریمنالوجی، سائیکالوجی او سوشیالوجی پشمول د زده كړو بېلې څانګې هم بايد د پوليس مرسته وكړي او په دې څانګو كښې د شوي تحقيق څخه استفاده وكړې شي۔ پوهنتونونو كښې هم بايد په دې اړه ريسرچ وكړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل جرائم پېشه وګړي هم ټېكنالوجي كاروي او له دې كبله پوليس له زياته ښه ټېكنالوجي كارول وي۔ کانفرنس كښې آئی جی اسلام آباد، آئی جی موټروے پولیس، د څلورو ??اړو صوبو په شمول د آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان آئی جیز، اېف سی کمانډنټ، نېشنل پولیس بېورو او د اېچ ای سی اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔ دستوره كښې شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو له د 10 دقيقيو خ??موشي اختيار كړې شوه او خ??ص ساز وغږولې شو۔ دستوره كښې 112 پراجېکټس وړاندې كړې شول۔ داخله وزير په غوره پراجېکټ وړاندې كولو د بحر??ه پوهنتون ، رفاہ پوهنتون او انسټیټیوټ آف سپېس ټېکنالوجی زده كوؤنكو ته اولنې ٬ دوهم او درېم انعامونه او سندونه وركړل۔ دستورې ته په راتګ داخله وزير ته د پوليس يوې چمتو ډلې سلامي وكړه او د اېف سی يوې خاص دلې د روايتي خټك ډانس مظاهره هم وكړه۔ دستوره كښې سفارتي نمائندګانو او طالبعلمانو لويه شمېره كښې ګډون وكړو