اسلام آباد ۔ 03 فروری (اے پی پی) د دفاع وزير خرم دستګير وئيلي چې د مسلم ليګ (ن) د زيركتيا پالېسيو سره هېواد د پرمختګ او اقتصادي سوكالۍ په لاره روان شوې۔ د خالي په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ??وئيل د ترهګرۍ پېښو كښې د كمي او د امن وضعې ښه كېدو سره هېواد كښې تجارتي هلې ځلې زياتې شوي دي۔ ده ??وئيل د معيشت په لړ كښې د
پاكستان مثبت تشخص كښې ښكاره ښه والې رامخې ته شوې۔ خرم دستګیر خان ووئيل چین پاکستان اقتصادی راھداری(سی پېک ) منصوبھ پاکستان او ټولې سيمې له ګېم چېنجر منصوبه ده او چاته به ددې متنازعه جوړولو اجازه ورنكړې شي۔ ده ??وئيل چين او پاكستان يو بل سره پخوانۍ او ځانګړې اړيكې لري۔ ده ??ويئل مونږ دا لا زياتول او مستحكم كول غواړو۔ ده ??وئيل مونږ د دښمنانو د ناوړه ارادو څخ?? نه وېرېږو او د اولس د خېر ښېګړې سفر به روان ساتو۔