اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د چين اولس مشر چي جن پنګ اولس مشر ممنون حسېن ته د ه??ه د سالګرې په موقع مباركي او د نېكو هيلو پېغام رالېږلې۔ اولس مشر ته دا پېغام د چين سفير ينګ ياو په خاص توګه رارسولې دے۔ د چين اولس مشر په خپل پېغام كښې وئيلي دي چې پاكستان او چين ښه ملګري او ستراتېژيكي شراكتدار دي كوم چې د ازمېښت په هره يوه موقع د يو بل په كار راغلي دي۔ ده وئيلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ژوند په ټولو څانګو كښې مرسته مخ په ز??ات??دو ده كومه چې د خوشحالې خبره ده۔ د چين اولس مشر وئيلي دي چې ه??ه د چين او پاكستان د د??ست?? نه ډېرې هيلې لري او دواړه هېوادونه پرمختګ او خوشحالې لپاره په ګډه د كار كولو خواهش لري چې دغسې د دواړو هېوادونو دا خوږه د??ست?? نوره هم مخ په وړاندې لاړه شي۔ اولس مشر ممنون حسېن په دې موقع د چينائي اولس مشر مننه كړې او وئيلي ئې دي چې دواړه هېوادونه به د اولس خوشحالې لپاره يو بل سره مرسته روانه ساتي۔ ده ووئيل چې د پاكستان او چين د??ست?? نړۍ لپاره يو مثالي حيثيت لري۔