فېصل آباد 25 نومبر (اے پي پي) د فېصل آباد د نشاط آباد تاڼې په سيمه كښې سي ټي ډي سره د مقابلې په مهال ?? لغوا ډلې څلور ترهګر وژل شوي او د دوي څخه وسله او چاودېدونكي توكي ترلاسه شوي دي۔ د سي ټي ډي وياند له مخې سي ټي ډي ته پټه اطلاع وركړې شوې وه چې لغوا ډله تحريك طالبان په فېصل آباد كښې د ترهګرې پلان جوړوي او د دې ډلې ترهګر فېصل آباد ته ننوځي۔ تېره شپه په اطلاع د سي ټي ډي اهلك??رو په سرګودها سړك په موټرسائيكلو سو??رو اووه كسانو ته د ودرېدو اشاره وكړه خو هغوي د ودرېدو په ځائ په اهلك??رو ډزې وكړې۔ په ځوابي ډزو كښې څلور ترهګر په موقع مړه شول او د دوي درې ملګري په تېښته كښې بريالي شول۔ د ترهګرو څخه درې كلو چاودېدونكي توكي٬ دوه كلاشنكوف او نوره وسله هم ترلاسه شوې۔ په دې لړ كښې نورې پلټنې روان?? دي۔