اسلام آباد 29 ستمبر(اے پي پي) د قامي سلامتيا كمېټۍ د كوم هم بهرني جارحيت په ضد د پاكستان دفاع لپاره د كلك عزم پوخ عزم پخلې كړی۔ د وزيراعظم شاه?? خاقان عباسي په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه د جمعې پھ ورځ وشوه۔په غونډه كښې د خزانې وزير٬خارجه وزير٬د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن٬د درې واړو وسله والو ځواكونو مشرانو او سينئر سول او عسكري چارواكو ګډون وكړو۔ كمېټۍ د هند د اړخه په كنټر??ل لائن د پرله پسې خلاف ورزيو او په بې ګناه قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې دغسې كمېټۍ د هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو او د بې ګناه وګړو په ضد د طاقت كارولو غندنه كړې۔كمېټۍ ته ووئيل ش??ل وزيراعظم د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره د ملاقات په مهال د هند د اړخه په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو منظمو خلاف ورزيو په اړه دستاويزي ثبوت وړاندې كړې او په جمو او كشمير كښې ?? خاص استازي غوره كولو پھ حاجت يې زور راوړې۔كمېټۍ ته ووئيل ش??ل وزيراعظم او خارجه وزير د بېلو هېوادونو مشرتابه سره ملاقاتونه كړي او په سيمه ايز او نړيواله كچه په امنيتي چېلنجونو د پاكستان دريځ رامخې ته كړې۔د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه كښې ګډون له د وزيراعظم د نيويارك دورې د نتيجو څخه هم كمېټي خبر كړی شوه۔كمېټۍ ته دا هم ووئيل ش??ل خارجه وزير د چين٬ايران او تركيې پشمول د مهمو سيمو ايزو هېوادونو دورې كړي او د دغې هېوادونو قيادت يې په مهمو نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو د پاكستان د موقف څخه خبر كړې۔كمېتۍ ته ووئيل ش??ل پاكستان د سيمه ايزې سلامتيا په چارو د نړيوالو قواؤ سره پرله پسې په تماس كښې دے او په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي ا سمبلۍ غونډې په موقع د نړيوالو لارښودو سره د ملاقاتونو په مهال د پاكستان د موقف تائيد شوې۔كمېټۍ په افغانستان كښې د افغانانو په قيادت كښې د افغانانو ملكيتي امن عمل د لارې پھ افغانستان كښې د امن لپاره د خپل عزم پخلې هم وكړو۔كمېټۍ د كوم هم بهرني جارحيت په ضد د پاكستان دفاع لپاره د پوخ عزم پخلې هم وكړو۔