اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان څخه د پو??يو په پشپړه ډول ختمولو له د عزم څرګندوني سره ووئيل مور پلار او استاذان دې د پو??يو مخنيوي كمپائن كښې د كارمندانو سره مرسته باوري كړي دغسې چې د ماشومانو سباؤن محفوظ شي او د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ د خالي په ورځ د پو??يو مخنيوي كمپائن دستوري ته وينا كښې ده ووئيل پاکستان څخه د پو??يو ختمولو كښې په شراکت دارۍ بل ګيټس فاؤنډېشن، د روغتيا نړيوالي اداري او د سعودي عرب پشمول د ټولو شراكت دارو مننه كوو، د پاکستان سره د نورو هېوادونو په بشپړه مرسته كولو د سعودي عرب د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان هم مننه كوو۔ده ووئيل ډاكټر مختار برتھ او عائشه رضا فاروق په نګرانۍ كښې د صوبائي حکومتونو سره په ګډه د پو??يو خاتمې دې جنګ كښې به كاميابي ترلاسه كوو،تير وخت كښې د ستونزو په وجه پاکستان كښې د پو??ي?? 60 نوي كيسونه رامخې ته شوي ؤ كوم چې زمونږ لپاره يو چيلنج ؤ ، دا زمونږ عزم دے چې د پو??يو وبا به د پاکستان څخه ختمولې شي۔ده د پو??يو فيلډ ډلو ستائنه كولو سره ووئيل هغوي د عزم او بهادرۍ سره د پاکستان څخه د پو??يو ختمولو لپاره شپه ورځ محنت کوي،په دې لړ كښې د قانون نافذ کونكو ادارو كردار هم ستائيو چې د هېواد په كوم هم ځائې كښې د امنيت مسئله وي،هغوي په ښه ډول هلته معاونت كوي، صوبائي حکومتونو هم مننه كوو چې دې عظيم مقصد لپاره يو موتې دي او د وفاق سره په ګډه د دې رنځ ختمولو كښې مرسته كوي۔کوآرډينيټر مختار برتھ ووئيل هېواد كښې د پو??يو سږ كال ا آخري كمپائن دے چې پكښې به څلورو لكهوو څخه زيات پو??يو ورکرز 16 نه تر 19 دسمبر ماشومانو له د پو??يو څاڅكي وركوي۔ده ووئيل د وزيراعظم د سپارښتني په رڼا كښې واټر او سيني ټيشن، په نيوټريشن د خپل پارټنرز او صوبائي حکومتونو سره په ګډه كوټلي تګلاره جوړوي،دې سره به هم د پو??يو ختمولو كښې مرسته وشي۔د پو??يو مخنيوي پروګرام فوکل پرسن سينيټري عائشه رضا فاروق ووئيل نن څخه پېل كيدونكې د پو??يو مخنيوي كمپائن د روان كال آخري كمپائن دے،مونږ به د 5 كلونو څخه كم عمره ماشومانو له د پو??يو مخنيوي څاڅكي وركوو او خپل م??شومان د دې رنځ څخه بچ كوو۔په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د 5 كلونو څخه كم عمره ماشومانو له د پو??يو څاڅكي وركولو سره د روان كال آخري د پو??يو مخنيو كمپائن پېل كړو كوم به چې تر 19 دسمبر روان وي۔