واشنګټن۔13دسمبر(اے پی پی) په امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان سعيد شېخ د كانګريس غړي او د خارجه چارو كمېټۍ نوي ټاكلي شوي چ??ئر??ېن برائن ماسټ سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د دواړو ه??وا??و?? ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكمولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پاکستان سفیر رضوان سعید شېخ په خپل ټويټ كښې ووئيل مونږ د پراخا همكارۍ د لارې د دوه اړخيزه اړيكو په لا مضبوطولو ګټورې خبرې وكړې او په رامخې ته كېدونكې نړيوالې منظرنامه كښې مو د پاک امریکا مرستې او همكارۍ زياتولو امكانات او لارې ولټولې۔ ده ووئيل برائن ماسټ د پاکستان جیو پولیټیکل او جیو اکنامک اهمیت په ډاګه كولو سره ووئيل دوه اړخيزه مرسته د وړاندې تلل?? تر ټولو غوره لاره ده۔ پاکستانی سفیر برائن ماسټ ته د خارجه چارو كمېټۍ چ??ئر??ېن په توګه په ټاكل كېدو مباركي وركولو سره ده لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔