اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي پاکستان د بنګله دېش سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي كومي چې په شريك تاريخ ، عقیده او كلتور اډانه دي، د پاکستان او بنګله دېش ترمينځه مو??ود?? د خیر سګالۍ اړيكي په كوټلي مر??ته بدلولو ??ه اړتيا ده۔د شورو په ورځ د وزیراعظم ??ٓفس پرېس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې پاکستان كښې د بنګله دېش موده تر سره كونكي هائی کمشنر محمد روح العالم صدیق د وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د مخه ښې ملاقات وكړو۔د بنګله دېش هائی کمشنر په پاکستان كښې خپله څلور كلنه موده ??ور?? كړه ۔ وزیراعظم د پاکستان او بنګله دېش اړيكو ته ودې وركولو لپاره د هائی کمشنر په زړه پورې خذمات وستائېل۔ده ووئيل پاکستان د بنګله دېش سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي كومي چې په شريك تاريخ ، عقیده او كلتور اډانه دي۔د بنګله دېش چیف ایډوائزر ډاكټر محمد یونس لپاره د نيكو هيلو څرګندوني سره وزیراعظم ووئيل د پاکستان او بنګله دېش ترمينځه مو??ود?? د خیر سګالۍ اړيكي په كوټلې مر??ته بدلولو ??ه اړتيا ده ۔ دغسې د بنګله دېش هائی کمشنر په پاکستان كښې د پاتې كيدو په مهال په مر??ته او آسانيو د وزيراعظم مننه وكړه۔