استنبول 23 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په استنبول كښې د تركيه د دفاع وزير يسر ګلير (Yasar Guler) سره ليدلي۔ د تركيه وزير په استنبول كښې په نړيوال اېكسپو كښې په ګډون كولو د داخله وزير مننه وكړه۔ داخله وزي??مح??ن نقوي د ترکيه د دفاع وزير په پاكستان كښې په كېدونكې آئيډي??ز ايکسپو كښې د ګډون بلنه وركړه۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې چارو پشمول د پاك تركيه د اړيكو دې په اړه په تفصيل سره خبرې وشوې، پ?? دې مو??ع د پاکستان او ترکيه ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې په مرسته او د تجارت په اهميت زور راٶړلې شوې۔ په ملاقات كښې پاكستان څخه د غوښې برامداتو په زياتولو هم خبرې شوې دي٬ ترکيه پاکستان څخه د غوښې په برامد كښې د هر ډول ممكنه مرسته وړاندې وكړو٬ وفاقي وزير محسن نقوي د تركيه وزير لخوا د غوښې د برامد د وړاندې هركلے وكړو۔ ده ووئيل چې د تجارت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې په مرسته زياتولو به د تركيه د حكومت هركلے كوٶ٬ دوه اړخيزه مرسته په تل پاتې بنيادونو سمولو لپاره د شريكو پلاويو دورې ضروري دي ۔ پ?? دې مو??ع محسن نقوي په استنبول كښې نړيوال نندارتون لپاره د تركيه د حكومت د انتظاماتو ستائنه وكړه۔ پ?? دې مو??ع د تركيه حكومت د لوړو نه علاوه د پاكستان سفير ډاکټر يوسف جنېد هم موجود ٶ۔