اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د سي پيك دويم پړاؤ زيات مهم دے او په دې پيش رفت روان دے،د چين كمپنيو چې په څه ډول دلته كار كړې هغه د ستائنې وړ دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ پاكستان كښې د چائنه ??يمبر آف كامرس رپورټس جاري كولو په موقع خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل په نړيواله كچه ??ند?? سره بدل شوي جيو اكنامك ، جيو اس??ري??جك صورتحال معاشي پرمختګ لپاره په ګډه د كار كولو اهميت زيات كړې،اجتماعي صلاحيتونه كارولو سره كوټلي پرمختګ او سوكالۍ لپاره دې ټول راوړاندې شي۔ده ووئيل س??مه ايزي رابطو او مرستي ته وده وركول د وخت مهم حاجت دے،پاكستان د ملګرو هېوادونو سره اقتصادي اړيكو ته ودي وركولو او سيمه ايزي مرستي قوي كولو خوښي لري۔ده ووئيل س??ري??جك محل وقوع، بشپړه قدرتي وسائل او افرادي قوت پاكستان يو ښه هېواد جوړي،د توان ، انفراسټركچر، زراعت او ټيكنالوجي په شان څانګو كښې تجارت، سرمايه كاري او جوائنټ وينچرز بلها امكانات لرو۔ده ووئيل حكومت كاروباري هلو ځلو ودي لپاره ښه ماحول وركولو كښې خپل كردار ترسره كوي۔