اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا د وزيراعظم د پاكستان د??ره په پاك-م??ليزيا اړيكو كښې د يو نوې باب پېل ګرځولو ??ره وئيلي دي چې د پاک – ماليزيا تجارت ودې ??ره به د دواړو هېوادونو په برامداتو كښې اضافه او د روزګار نوې موقعې پېدا شي٬ مونږ د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم پاکستاني اولس او حكومت لپاره په نېكو هيلو د زړه له كومي مننه كوٶ۔ د جمعې پ?? ورځ د وزيراعظم آفس پريس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم د پاكستان خپله درې ورځنۍ د??ره بشپړولو ??ره خپل هېواد ته ستون شوې۔ وزيراعظم شهباز شريف، نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د تجارت وزيرجام کمال خان د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم او د ھغه پلاوې پ?? نور خان ايئر بېس رخصت كړو۔ په دې موقع د ماليزيا د وزيراعظم د درې ورځنۍ دورې عكسونو البم هم مېلمه ته وړاندې كړے شو۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان او ماليزيا ترمېنځه د اوږدې مودې د ورورولۍ اړيكې دي كومې چې پ?? لسيزو محيط دي، د ماليزيا وزيراعظم ??ره د پاك-م??ليزيا اړيكو په لا مضبوطولو سلا يوه شوې۔ ده ووئيل د ماليزيا وزيراعظم د علامه اق??ال مداح دے او دا پاكستان لپاره د فخر خبره ده، د پاکستان اولس او حكومت لپاره په ښه ټكو او نېكو هيلو د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم زړه له كومي مننه كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل په پاك- ماليزيا بزنس فورم كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت ته وده وركولو لپاره په زړه پورې پېشرفت شوے، د پاکستان ماليزيا ??ره د تجارت ودې ??ره به د هېواد برامدات زيات او د روزګار نوې موقعې ېپدا شي۔ ده ووئيل د ماليزيا وزيراعظم د پاكستان د??ره پاك-م??ليزيا اړيكو كښې د يو نوې باب پېل ثابت شوې، د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت او د سرمايه كارۍ ودې لپاره د مفاهمتي ياددښتونو او لوظنامو تبادله شوې۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان ماليزيا ته د پراسېسډ غوښې او وريژو په برامداتو كښې اضافه او طريقه كار به اسانولې شي، د دواړو هېوادونو ترمېنځه په انفارميشن ټيکنالوجي كښې پ?? مرسته او اليکټرك ګاډو تيارولو او تجارت كښې پ?? زياتوالي هم سلا يوه شوې ده۔ د دورې پ?? مهال د ماليزيا وزيراعظم د پاكستان وزيراعظم شهباز شريف ??ره په وزيراعظم هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات كړې چرته چې د دوي تود هركلے شوې٫ وزيراعظم شهباز شريف او د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم په پاکستان ۔ماليزيا بزنس فورم كښې هم ګډون كړې٬ د ماليزيا وزيراعظم ته د پاكستان صدر آصف علي زراري لخوا نشان پاکستان هم وركړے شوے