فيصل آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمېن او د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د فيصل آباد اقبال سټيډيم دوره وكړه او د چي??پئ??زون ډے کپ تياريو جاج ئې واغست۔ده د ګراؤنډ او انکلوژرز معائنه وكړه او د چي??پئ??ز کپ ??يچ??نو له ئې د انتظامات په اړه خبرتيا ترلاسه كړه ۔محسن نقوي د لوبغاړو پريکټس سيشن هم اوكتلو او اړوندو چارواكو ته ئې سپارښتنه وكړه چې د چي??پئ??ز کپ په اړه د کرکټ شائقين له ښه انتظامات وكړي۔ محسن نقوي ووئيل ډير وخت پس لوبغاړي د فيصل آباد ميدان ته راغلي ٬ چي??پئ??ز کپ ټورنامنټ انتظامات كښې دې كومه بے غوري ونه كړې شي۔ده ووئيل د فيصل آباد وګړي د كركټ سره مينه لري او هيله لرو چې د چي??پئ??ز کپ ??يچ??نه به په ښه ډول انجوائے کړي۔د پي سي بي چيئرمېن د كركټ شائقين آسانيو لپاره د نورو انتظاماتو كولو په اړه اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه۔په دې موقع ډائريکټر ډوميسټك کرکټ پي سي بي عبدالها خرم نيازي د چي??پئ??ز کپ په لړ كښې د اقبال سټيډيم فيصل آباد كښې په انتظامات ده له بريفنګ وركړو دغسې ايډوائزر بلال افضل د فيصل آباد ضلعي انتظامي او پوليس افسران،پي سي بي ډائريکټر ډوميسټك کرکټ مينټور شعيب ملك او اعليٰ چارواكي هم ??ه دې موقع موجود وو۔