اسلام آباد 09 اګست (اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئېلي دي فوډ اے جي ايكسپو 2024 كښې د 70 هېوادونو ګڼ شمېر پلا??يو او د كمپنو ګډون د پاكستان لويه كاميابي ده۔دا خبره ايكسپو سينټر كښې د فوډ اے جي ايكسپو 2024 په وړومبۍ ورځ د بېلو هېوادونو پلا??يو سره جلا جلا ملاقاتونو نه پس مېډيا استازو سره په خبرو كښې وكړه ۔وفاقي وزير ووئيل دا كاميابي د ټيم ورك نتيجه ده او د وزيراعظم شهباز شريف پخپله هم په دې كښې خوښي اخلي٬هغه نن راغلے هم و كوم څخه چې كا??وباروي كميونټي او بهر هېوادونو څخه راغلو پلا??يو ته ډاډګيرنه ترلاسه شوه ٬ده ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې د تجارت په اړه دومره كامياب پروګرام نه دې شوے او نه تجارتي پروګرام كښې دومره په لويې شمېر پلاوي راغلي۔ده ووئيل د تركيې وزير هم راغلے دے۔وفاقي وزير ووئيل يوازې د يوې منطقې څخه خلق نه دي راغلې بلكې د 65 نه 70 هېوادونو څخه 600 نه 700 پلاوي راغلي چې پكښې كمپنۍ٬مالكان او سوداګر هم شامل دي۔جام كمال ووئيل دا د كركيلې څانګې٬كروندګرو او زراعت سره د تړلو كا??وباري كسانو او د هر هغې څانګې لپاره مهم دے كوم چې د كركيلې څانګې سره تړون لري۔وفاقي وزير ووئيل د ايكسپو څخه به زراعت ښه شي٬كه د زرعي څانګې ايكسپو اوشي نو د دې مثبت اثرات به په كروندګرو هم مرتب شي او د هېواد معيشت به هم ښه شي۔ده ووئيل دې كامياب نندارتون كښې د تجارت وزارت ټډ اپ او بېلو هېوادونو كښې ??عي??ات د ټډ اپ افسرانو محنت شامل دے۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير جام كمال خان ووئيل نن ملائېشيا٬ افغانستان٬ويت نام٬انډونېزيا٬افريقې هېوادونو پشمول نورو هېوادونو پلا??يو سره ملاقاتونه شوي او د هغوي نه ډېر زيات ښه ريسپانس ترلاسه شوے ۔ده ووئيل د تېر كال په مقابل كښې سږ كال ګډون كوونكې زيات دي۔ده ووئيل د بېلو هېوادونو پلا??يو وئېلي دي چې تېر كال چې د كومو هېوادونو څخه پنځه كمپنۍ راغلې وې ٬دا ځل د هغې نه 15 كمپنۍ راغلي۔وفاقي وزير ووئيل دا د پاكستان او پاكستان بزنس كميونټۍ لپاره ډېره د خوشحالۍ خبره ده۔ده ووئيل د ټولې نړۍ څخه خلق راغلي٬د كراچۍ په هوټلو كښې كوټې ترلاسه كېدل مشكل دي٬دا ډېره لويه كاميابي ده او دا كاميابي نړۍ هم ويني چې د پاكستان حالات ښه دي او دلته خلق كا??وبار لپاره راځي كومو څخه به چې د هېواد تجارت ته وده ترلاسه شي