اسلام آباد۔6 اګست(اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئيلي دي اسلام د امن ٬ مينې او زغم دين دے ٬ په كوم هم مسلك يا مذهب كښې د تشدد ګنجائش نشته ٬ د حج به خطبه كښې مسلمانانو له د يووالي او امن پېغام وركړے شو۔ د حج پېغام په حقيقت كښې د مسلمانانو د يووالي او د اسلام د امن او سلامتيا پېغام دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نه?? په ورځ په اسلام آباد كښې د پاکستان علماء کونسل او انټرنېشنل تعظیم حرمین ال??ریفین کونسل په مرسته شوي پېغام حج كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ په حج کنفرنس كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدری سالک حسېن، د سعودي عربستان سفير نواف بن سعید المالکی، د پاكستان علماء کونسل چیئرمین او د انټرنېشنل تعظیم حرمین ال??ریفین کونسل عمومي سېكتر مولانا طاهر محمود اشرفی، ډپټی اېمبېسډر فلسطین، د اردن ??فا??ت خاص استازي ٬ پیر نقیب ال??حمن ٬ سياسي او حكومتي عهدېدانو او بېلو مكاتب فكر سره تعلق لرونكو ګڼ شمېر مشائخو ګډون وكړو۔ كنفرنس ته خپل خطاب كښې ګورنر ووئيل امن، ورورولي ٬ بېن المسالك همغږي او زغم د حج د مقدسې فريضې تعليمات دي ، مونږ له به د اسلامی جمهوریه پاکستان پرمختګ او سوكالۍ ??ه د مسلكونو او مذهبونو ترمينځه همغږۍ ته وده وركولو كښې بشپړ كردار ترس??ه كول وي او په خېبر پښتونخوا كښ?? په دې لړ كښې ګورنر هاؤس د لارښودنې كردار ترس??ه كولو جذبه لري۔ ده ووئيل پاكستان او سعودي عربستان يو بل سره په زړه پورې او پياوړې اړيكې لري٬ حج لپاره د غوره آسانيو په باوري كولو له د سعودي حكومت مننه كوؤ٬ د روډ ټو مکه پروګرام لاندې چې كومې آسانۍ سعودي حكومت حاجيانو ته وركړي مثالي دي۔ ده ووئيل په داسې وخت كښې چې كله پاكستان ستونزو سره مخ ښكاري سعودي حكومت او اولس پاكستان سره ولاړ په نظر راځي۔ ګورنر د دې عظیم ال??ان کنفرنس په كولو علامه طاهر اشرفي ته پېرزوينې وړاندې كړې او ده او د ده ټولې ډلې ته يۍ د ګورنر هاؤس پېښور دورې كولو بلنه وركړه چرته به چې بېن المذاهب او بېن المسالک هم آهنګي كنفرنس كولې شي۔ ده هيله ولرله چې مونږ ټول به د پېغام حج فلسفه او مقصد تر نظر لاندې ساتلو سره د امت مسلمه يووالي او د اسلام سرلوړۍ له عملي ګامونه پورته كړؤ