اسلام آباد 20مئی(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزېب وئېلي دي په پاكستان كښې د آئي ټي او كركيلې په څانګو كښې پراخا استعداد موجود دے او د اټاليې سرمايه كارو له پاكستان كښې د آئي ټي او زراعت پشمول بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه ا??تفاده كول پكار ده ۔ده دا خبره د ګل په ورځ پاكستان كښې د اټاليه سفير ماريلينا ارملين سره ملاقات كښې وكړې۔په ملاقات كښې د پاكستان او اټاليې ترمينځه په مرسته او په پخوانو اړيكو د ??يا??اتو څرګندونه وشوه۔وفاقي وزير د اټاليې سفير هركلے ??كړ?? او هغه ئې د پاكستان معاشي منظر نامې كښې د ښه والي په اړه خبر كړو۔د خزانې وزير ووئيل سټاك ماركيټ كښې د تندۍ رجحان دے۔وفاقي وزير د حكومت سټريټجك اقدامات خاكه وړاندې كړه او وې وئېل حكومت د ټيكس بنياد په پراخه كولو عمل كوي دغسې چې هغه طبقې ټيكس نيټ كښې راوستلې شي كومې چې ټيكس نه وركوي۔ده د پاكستان انټرنېشنل ايئر لائنز(پي آئي اے)لويو هوائي اډو او بېلو سركاري ملكيتي ادارو نجكارۍ له د حكومتي عزم هم پخلے ??كړ??۔ده ووئيل حكومت چې كومه اقتصادي حكمت عملي ترتيب كړې په دې كښې د مرستې په ځاے سرمايه كارۍ ته ترجيح وركړې كېږي۔د خزانې وزير د آئي ټي او زراعت په څانګو كښې د پاكستان په ا??تعداد هم رڼا واچوله او وې وئېل د اټاليې سرمايه كارو ته په پاكستان كښې په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه ا??تفاده كول پكار ده ۔د اټاليې سفير د ډاډګيرنې وړ اشارو تائيد ??كړ?? او د پاكستان په معيشت كښې د ښه والي لپاره اقدامات ئې وستائېل۔ده د اټاليې او پاكستان ترمينځه په خاص توګه ټيكسټائل٬مشينرۍ٬كركيلې او ډيري په څانګو كښې د مرستې زياتولو په ضرورت زور راوړو۔د خزانې وزير د اټاليې حكومت لخوا د پاكستان په پرله پسې ملاتړ د سفير مننه ??كړ?? او د اټاليې سره د تل پاتي مرستې لپاره ئې د پاكستان د عزم پخلے ??كړ??۔