اسلام آباد۔17مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز ??ریف وئيلي دي حكومت په بهرنۍ سرمايه كارۍ كښې زياتوالي له وړومبي اقدامات كوي او چينائي كمپنۍ اېم سي سي ټونګسن ري??ورسز په پاكستان كښې د معدنيات او كان كن?? په اړه د سرمايه كار?? په زياتولو كښې خوښي لرلې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې ?? جمعې په ورځ وزيراعظم شهباز ??ريف سره د چيئرمېن وانګ جائي چينګ په مشرۍ كښې د چينائي كمپنۍ اېم سي سي ټونګسن ري??ورسز پلاوي ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې وفاقي وزيران احد خان چیمه، ډاکټر مصدق ملک، رانا تنویر حسین، جام کمال خان او اړوندو اعلی چارواكو هم ګډون كولو۔ چينائي كمپن?? په پاكستان كښې د معدنيات او كان كن?? په څانګه كښې د خپلې سرمايه كارۍ زياتولو له ژوره خوښي ولرله ، كومه چې د وزيراعظم شهباز ??ريف په مشرۍ د بهرنيو سرمايه كارو د باور څرګندونه ده۔ دغسې کمپنۍ پاكستان كښې د منرل پارك جوړولو په اړه وزيراعظم ته بشپړ بريفنګ وركړو او دوي ئۍ د لا سرمايه كارۍ منصوبې په اړه خبر كړو۔ وزیرِاعظم د چينائي كمپنۍ هركلي كولو سره ووئيل حكومت هې??اد كښې بهرنۍ سرمايه كاري زياتولو له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كوي۔ وزیراعظم ووئيل چين د پاكستان پخوانے ملګرے او په پرمختګ كښې مهم همكار دے۔ چين په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې٬ په دې مونږ د چينائي مشرتابه او اولس مننه كوؤ۔ وزیرِاعظم چينائي كمپنۍ ته پاكستان كښې د معدنيات په څانګه كښې كان كنۍ څخه واخله تر برآمدي څيزونو جوړولو له د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان به د برآمدات زياتولو په لړ كښې معدنیات راويستلو ٬ د دغې پراسس كولو او د مصنوعات برآمد كولو له سرمايه كارۍ لپاره آسانۍ وركړي۔ دغسې وزیرِاعظم اړوندو وفاقي وزيرانو او چارواكو ته چينائي كمپنۍ سره د مشاورت هدايت وكړو۔ وزیرِاعظم په مشاورتي عمل كښې د بلوچستان وزيراعلی او د صوبې د اړوندو همكارانو شاملولو هدايت هم وكړو