بيجنګ 16 مئی (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار په چينائي سركاري او پرائيوېټ انټر پرائزر زور راوړے چې هغوي د پاكستان كاروبار دوسته پالېسو٬مسابقتي افرادي قوت او تر ترجيحي منډۍ رسائۍ څخه ګټه پورته كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ بيجنګ كښې د چ??ن ممتاز كاروباري ادارو چيمبرز آف كامرس او اېسوسي اېشنز مشرانو ته وينا كولو په مهال وكړه ۔نائب وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې په پاكستان كښې د چ??ن كمپنو سرمايه كاري د دواړو هېوادونو پرمختګ او خوشحالۍ كښې د معاونت كولو پشمول د ګټې او د مرستې مثال دے۔ده ووئيل د سي پېك وړومبي پړاؤ كښې د توان او ټرا??سپ??رټ انفراسټركچر پرمختګ كښې د چ??نائي كمپنو كردار د ستائنې وړ دے۔نائب وزيراعظ?? د ??ي پېك دوهم پړاؤ كښې بزنس ټو بزنس روابط په ترجيحي توګه رامخې ته كړل او په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو يو جامع جائزه ئې هم وړاندې كړه۔ده د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل(اېس آئي اېف سي)په جو??ولو خاص زور راوړو او وئېل ئې چې اېس آئي اېف سي نړيوالو سرمايه كارو ته يو جامع او بشپړه حكومتي نقطه نظر د لارې” ون ونډو”آسانۍ وركوي۔د چ??ن كاروباري ادارو مشرانو د پاكستان حكومت لخوا نړيوالو سرمايه كارو ته وړاندې كووونكې مراعات وستائېل۔چينائي كاروباري ادارې پاكستان كښې د نوو كاروباري او سرمايه كارۍ موقعو لټون كښې خوښي څرګنده كړه او وئېلې يې چې د دې مقصد د دواړو هېوادونو تر??ين??ه تجارتي اړيكو پرمختګ او پراختيا كښې كردار ادا كول دي۔