ملګري ملتونه ۔7مئی (اے پی پی) پاكستان په بهرنۍ خلا كښې د وسلو د نصب كولو مخنيوي له د اقداماتو كولو غوښتنه كولو سره په دې خبره زور راوړے دے چې دا اقدام نړيوال امن او سلامتيا ته د پېښو خطرو ختمولو له ضروري دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي په 193 كسيزه عمومي اسمبلۍ كښې د روس د وېټو په اړه خپله خبره كښې ده ووئيل په دې وروستيو كلونو كښې په بهرنۍ خلا كښې نړيوالې سلامتيا ته په پېښو خطرو كښې تندۍ سره اضافه شوې ده۔ دا د خلا د وسلو نصب كولو او په سباؤن ك??ې د دې د جنګونو مېدان جوړولو حوالې سره د لويو قوتونو د پوځي پالېسيو او نظريو څخه په ډاګه كي??ي۔ تېره مياشت امريكا او جاپان په بهرنۍ خلا كښې د وسلو د زغمل مخنيوي سره اړوند يو قرارداد سلامتي كونسل ته وړاندے كړے وو كوم چ?? روسيه وېټو كړے وو٬ چين د رايو په شمېره كښې برخه نه وه اخستې۔ د سلامتي كونسل ټولو 13 غړو د دې قرارداد په حق كښې ووټ وركړے وو۔ پاكستاني استازي ووئيل ياد شوې قرارداد ددې خبرې اعتراف دے چې بهرنۍ خلا كښې د وسلو د زغل مخنيوې به نړيوال امن او سلامتيا ته پېښه خطره لرې كړ??۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د تېرو 4 لسيزو څخه زياتې مودې څخه په بهرنۍ خلا كښې د وسلو د زغل مخنيوي په لوظنامه هېڅ پېشرفت نه دے شوے۔ ده ووئيل پاكستان صلاحيتونو او رويې دواړو ته پام ګرځولو سره د يو بشپړه نقطه نظر خپلولو ملاتړ كو??۔ ده دا صورتحال هم د افسوس وړ وګرځولو چې ځينې هېوادونه په تخفيف اسلحه كمېټۍ كښې په يوه لوظنامه دا ډول مذاكرات پېل كېدو كښې خنډ رامخې ته كوي كومه چې په بهرنۍ خلا كښې د وسلو د نصب كولو ممانعت كوي او په بهرنۍ خلا كښې د موجود اجرام په ضد قوت كارول غېر قانوني ګرځو??۔ دې څخه وړاندې د روسيه سفير واسیلی نیبنزیا د قرارداد وېټو كولو د روسيه د پرېكړې سپيناوې وكړو۔ ده ووئيل د ابتدائي ، ماهرانه ، قانونی او تکنیکی خبرو نه غېر داسې ذمه وارۍ لګول د قبلولو وړ نه دي۔ په دې موقعه د جاپان سفير ووئيل په بهرنۍ خلا كښې ممكنه اتومي چاؤدنې به د ګردې نړۍ په انسانانو او زمكه تباهي خپرونكي اثرات مرتب كړ??۔ ده ووئيل خلا دې كله هم د جوهري وسلو زغل لپاره ميدان جوړ نه كړے ش??۔ د چين سفير فو کانګ ووئيل په بهرنۍ خلا كښې ن??ب كولو او كارولو له د وسلو د تيارۍ خطر سوا شوے دے او د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو خلائي سائنس او ټېكنالوجۍ ته د رسېدو حق محدود كولې ش??۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې داسې ګامونه پورته كړي كوم چ?? د ټولو هېوادونو په ګټه و??۔ ده په ډاګه كړه چې بهرنۍ خلا وسلو څخه پاك ساتلو له د اقداماتو حوالې سره د امريا او جاپان لخوا سلامتي كونسل كښې د وړاندې كړې شوي قرارداد مسوده جامع او متوازن نه وه او روسيه او چين به په دې اړه يوه زياته بشپړه او متوازن مسوده وړاندې كړي