اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي د قامي پرمختګ عظيمو هلو ځلو كښې زم??نږ د مېړنو خواري كښو كليدي كردار د اهميت وړ دے٬ پاكستان په ھغه ټولو ځالانده اصولو عمل كوي چې پكښې مزدورانو ته د حقونو وركړه او ت??فظ د رياست آئين وركوي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د خواري كښو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښې د مئي وړومبۍ نيټه د خواري كښو د حقونو د تحفظ علامت په توګه لمانځلې كېږې۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د هنر مند او غېر هنر منده مزدورانو د لږې نه لږه معاوضه كښې اضافې سره د دوي مسئلې كمېدې شي، حکومت د خوږ هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره نه يواځې په كورنۍ كچه د كار كوٶنكو خواري كښو بلكې بهر هېوادونو كښې د دوي د مسئلو حل او خېرښګړې لپاره يو شمېر ګامونه پورته كوي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئېل دا ورځ مزدورانو سره د يوالې ورځ ده٬ دا ورځ م??نږ ته د ھغه موقعو ت??ليمولو او دوي ته د پېرزوئنې وړاندې كولو موقع راكوي كومې چې خواري كښو د خپلو هېوادونو پرمختګ٬ سوكالۍ او خېرښګړې لپاره تر سره كړې٬ د موجودہ حالاتو په تناظر كښې دې ورځ لا اهميت اختيار كړے ٬ د پاكستان فعاله افرادي قوت زم??نږ د پرمختګ اصل رفتار دے٬ ده ووئېل د حكومت تند٬ جامع او تل پاتې هدفونه يواځې زم??نږ د محنتي او عزم لرونكي افرادي قوت په سبب سر كېدې شي۔ په دې موقع دوهم چيئرمېن سيدال خان خپل پېغام كښې ووئيل د مئي وړومبۍ نيټه يوه مهمه ورځ ده او خوراي كښو ته د دوي د اوږدو او سختو هلو ځلو اعزاز لپاره د مئي وړومبې نيټه “د يوم مزدور” په توګه لمانځلې كېږي۔ ده ووئيل حكومت د خواري كښو د حقونو ت??فظ باوري كولو عزم لري۔