رياض 29 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې د پاكستان ??و سعودي عربستان ترمينځه معاشي اړيكې يو نوي دور ته ننوتلې دي ٬راتلونكو ورځو ??ښې به دوه اړخيزه تجارتي حجم زياتولو له بشپړه اقدامات كولې شي ٬ خصوصي سرمايه كاري سهولت كونسل د بهرنۍ سرمايه كارۍ ودې ??و سرمايه كارو ته آسانيو وركولو لپاره په بشپړه توګه فعاله دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د سعودي عرب د تجارت وزير ماجد القصبي سره د خبرو په مهال وكړه چا چې د نړيوال اقتصادي فورم خاص غونډې په موقع ده سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزېب٬د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان٬د اطلاعاتو او خپرونو ??فاقي وزير عطاﺀ تارړ٬د پېټروليم وفاقي وزير مصدق ملك او د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل چې پاك – سعودي معاشي اړيكې يو نوې دور ته داخل شوي دي٬راتلونكو ورځو ??ښې به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي حجم زياتولو له بشپړه اقدامات كولې شي٬ خصوصي سرمايه كاري سهولت كونسل د بهرنۍ سرمايه كارۍ ودې ??و سرمايه كارو ته آسانيو وركولو لپاره په بشپړه توګه فعاله دے۔ وزيراعظم ووئيل چې د سعودي عرب پرمختګ ??و سوكالۍ كښې د پاكستانيانو ??ردار ډېر مهم پاتے شوے۔ د سعودي د تجارت وزير ووئيل چې د ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان د ښكاره هداياتو له مخې مونږ پاكستان سره سرمايه كارۍ او تجارت ترجيح وركوو٬د سعودي د كاروباري ??و سوداګرې ورورولۍ ??و سرمايه كارو پلاوي به ډېر زر د پاكستان دو??ه وكړي۔ د هغه وينا وه چې د راتلونكي يو نيم كال په مهال به د دواړو هېوادونو ??عاشي او تجارتي اړيكې نوې بامونو ته رسولو لپاره به د اهدافو تعين وكړے شي۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ??ه ځوانانو او نوې نسل كښې به د سعودي پاكستان ملګرتيا په اړه جذبې لا په ډاګه كول وي۔