اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي سعودي عرب به ډېر زر پاكستان كښې پنځه اربه ډالره سرمايه كاري وكړي٬ د سرمايه كارۍ ودې لپاره د اېس آئي اېف سي كردار د ستائنې وړ دے٬ 7 فيصده معاشي نمو سره تر كال 2047 پاكستان د دوه زره اربه ډالرو معيشت جوړېدے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ بزنس سمټ ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل يو اے اي، کوېت او قطر سره هم خبرې روانې دي دغسې چې په پاكستان كښې زياته سرمايه كاري وكړے شي۔ ده ووئيل كه پاكستان په راتلونكو اوو اته كالو كښې برآمدات تر سل اربه ډالرو ورسول نو ټېك آف به وكړي٬ د بد?? مرغه په ماضي كښې پاكستان په برامدات كښې پاتې راغلے٬ حكومت معيشت قوي كولو لپاره بشپړ اقدامات كوي٬ ده ووئيل د هر هېواد پرمختګ لپاره امن٬ استحكام او د پاليسيو ت??لس?? ضروري وي٬ لږ تر لږه د لس كالو ت??لس?? پكار دے۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ غېر ضروري رېلګولېشنز ختمول غواړو٬ نجي څانګې لپاره به لاره هوارول وي٬ د پاكستان كلنه ريونيو 7 زره اربه ده٬ په سږني كال قرض وركولو لپاره مونږ ته اته زر?? روپۍ پكار دي٬ د قرض په وركولو كښې زر ارب?? روپۍ خساره رامخې ته ده ، حکومتي چارې ترسره كولو لپاره 700 ارب?? روپۍ٬ سبسډي لپاره 900 ارب?? روپۍ او دفاعي خرڅونو لپاره 1800 ارب?? روپۍ او دغسې صوبو ته د ټرانسفرز په مد ك??ې 1200 ارب?? روپۍ مصرف كوو۔