اسلام آباد۔17اپریل (اے پي پي):وزیراعظم محمد شهباز شریف وئېلي دي پاکستان او ترکمانستان پخوانۍ تاریخي او كلتوري اړيكي لري، دوه اړخيزه مرسته په خاص توګه تجارت، توان او د مواصلات په څانګو كښې اړېكو ته لا وده وركول غواړي ۔ ده د دې خیالاتو څرګندونه د شورو په ورځ پاکستان كښې د ترکمانستان سفیر عطاجان مولویوف سره خبرو كښې وكړه چا چې وزیراعظم هاؤس كښې ده سره ملاقات کولو۔ د ترکمانستان سفیر د ترکمان مشرتابه د اړخه وزیراعظم ته په بيا ټاكلے كېدو مبارکي وركړه۔ د??سې وزیراع??م د ترکمانستان صدر سردار بردي محمدوف او د ترکمان اولس د قامي لارښود ګربنګولي بردي محمدوف د مبارکۍ د پیغامونو مننه وكړه ۔ وزیراع??م د دواړو لارښودو سره د خپلو ملاقاتونو ذکر کولو كښې هيله ولرله چې په سباون كښې به هم د ملاقاتونو دا لړۍ روانه وي ۔ وزیراع??م د پاکستان او ترکمانستان تر مينځه د پخوانو، تاریخي او كلتوري اړيكو د اهمیت ذکر کولو سره ووئېل د دواړو هېوادونو دوه اړخيزه مرستې سره په خاص توګه تجارت، توان او د مواصلات په څانګو كښې اړيكو ته د لا ودې وركولو ضرورت دے ۔ ملاقات كښې د سيمه ايزې مرستې په اقدامات هم خبرې وشوې ۔ وزیراعظم د دواړو هېوادونو تر مينځه د اعلیٰ كچ تبادلو په زياتولو او د ادارہ جاتي میکانزم په اهمیت هم زور راوړو ۔ د??سې د ترکمانستان سفیر وزیراع??م د اړيكو قوي كولو لپاره د دوه اړخيزه هلو ځلو نه خبر كړو