اسلام آباد 11مارچ(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او سعودي عربستان دوه اړخيزه اړيكې ګټورې ستراتېژېكي او اقتصادي همكارۍ كښې بدلول ترجيح ګرځولو سره وئېلي دي چې د روډ ټو مكه پراجېكټ دائره كار زياتولو سره به پاكستاني حج كو??كو ته آسانۍ ترلاسه شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو ??رګ??دونه ده په پاكستان كښې سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي سره د ګل په ورځ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې وزيراعظم د وزيراعظمۍ منصب په سنبالولو د مباركۍ پېغام??نو په رالېږلو او د نېكو هيلو په ??رګ??دولو د خادم الحرمېن شريف شاه سلمان او ولي عهد محمد بن سلمان مننه وكړه۔ د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د رورولۍ خاص اړيكو ذكر كو??و سره وزيراعظم ووئيل چې د سعودي سفير هغه وړومبې سفير دے كو?? چې د وزيراعظم چوكۍ سنبهالولو نه پس ما سره ملاقات كړے۔ وزيراعظم د روډ ټو مكه پراجېكټ دائره كار په زياتولو د سعودي چارواكو مننه وكړه۔ ده ووئيل دې سره به د پاكستان حج كو??كو ته آسانۍ ترلاسه شي۔ وزيراعظم ته د سعودي دورې بلنه وركولو سره سعودي سفير وزيراعظم ته د سعودي مشرتابه لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔ ده ووئيل چې سعودي عربستان به د قوي او سوكاله پاكستان تعمير لپاره تل د باور وړ همكار پاتے شي