پېنډي 29 فروري (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرل عاصم منير په خاص هدايات د خيبرپښتونخوا د نارت فرنټيئر كور انسپكټر جنرل ٬ ميجر جنرل نور ولي خان د مردان په كاټلنګ سيمه كښې د ترهه ګرو سره په مقابله كښې د شهيد شوي اېس پي اعجاز خان كور ته لاړو او كو??نۍ سره يې ملاقات وكړو۔د آئي اېس پي آر له مخې د اېف سي آئي جي د شهيد شوي لپاره فاتحه خواني وكړه۔ده د شهيد كو??نۍ لوړې حوصلې ستائېلو س??ه ووئيل شهيد اېس بي اعجاز خان يو بهادر او هېواد سره مينه لرونكے پوليس افسر ؤ ۔هغه د ترهه ګرو په ضد ډېر فعاله ؤ او د هېواد څخه د ترهه ګرۍ ناسور خاتمې لپاره ئې د خپل ځان قرباني وركړه ۔پاك پوځ به د شهيد اېس پي اعجاز خان بچو ته وړيا تعليم وركوي٬د دې نه علاوه د اېف سي آئي جي د پاك پوځ لخوا د شهيد اېس پي اعجاز خان كو??نۍ ته د 50 لكه روپو چيك هم وركړو۔ دغې نه پس د اېف سي آئي جي د ريجنل پوليس آفس مردان دو??ه وكړه او د فرورۍ په 27مه نېټه د مردان په كاټلنګ سيمه كښې د ترهه ګرو سره په عملياتو كښې برخه اخستونكو پوليس افسرانو او ځوانانو سره ئې ملاقات وكړو۔ده پوليس افسرانو او ځوانانو ته د پیرزوئنې وړاندې كولو س??ه ووئېل د خېبرپښتونخوا پوليس د تېرو څو كلونو راهسې د پاك پوځ سره اوږه په اوږه د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره فعاله دے٬ ده ووئېل د پوليس افسرانو او ځوانانو قربانيو په سبب په خېبرپښتونخوا كښې امن راغلے۔ده ووئېل د ترهه ګرو ناپاكه عزائم د خېبرپښتونخوا پوليس حوصلې كمزورې كولې نه شي