اسلام آباد۔05 فروری(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د كشمير يووالي ورځې په موقعه د پاكستان حكومت او اولس د كشميريانو ?? عادلانه او جائزې مبارزې لپاره د خپل ټينګ ملاتړ پخلے كوي٬د كشمير مسئلې عادلانه حل به زمونږ د خارجه پالیسۍ اساسي ستنه وي٬ پاکستان به تر هغه وخت د کشمیریانو ??خلاقي، سفارتي او سیاسي ملاتړ جاري ساتي تر څو چې دوئي د ملګرو ملتونو ?? سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو ??ره سم د خپلواكۍ حق ترلاسه كړې نه وي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د كشميريووالي ورځې په موقعه په خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل تېرو 76 کلونو ??اهیسې د جمو و کشمیر اولس خلک د خپلو حقونو ?? ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي۔ په دې موقعه د پاکستان حکومت او اولس د کشمیریانو ?? عادلانه او جائزې مبارزې لپاره د خپل غیر متزلزل ملاتړ تجديد كوي۔ عارف علوي ووئيل د خپلواكۍ حق د نړيوال قانون اساسي اصول دے۔ د بهرنۍ قبضې لاندې د پاتې كېدونكو د خپلواكۍ حق ښكاره كولو د ملګرو ملتونو ??مومي اسمبلي هر كال يو قرارداد منظوروي?? دا د افسوس وړ خبره ده چې كشميرې اولس تر دې دمه ددې منلي شوي حق څخه محروم دي۔ ده ووئيل د کشمیر خلک د ویرې او وحشت په فضا کښې ژوند کوي۔ قابض هندي ځواكونو ?? كشميري وګرو په ضد خپل بې درېغه طاقت كاروي٬ سياسي كارمندان او د بشري حقونو محافظان د حراست او د ملكيتونو ??ط كېدو ستونزو سره مخ دي۔ په هغه سیاسي ګوندونو چې د کشمیر د خلکو حقیقي استازیتوب کوي بندیز لګول کیږي. د دغو ټولو ظالمانه اقداماتو هدف په ??قب??ضه جمو او کشمیر کښې اختلاف رايې لمينځه وړل دي۔ ده ووئيل هند په ??قب??ضه جمو و كشمير كښې د خپل قبضې د مضبوطولو لپاره هم ګامونه پورته كوي۔ د 5 اګست 2019 د غیرقانوني او یو اړخیزو اقداماتو وروسته، د هندي هڅو مقصد د آبادياتي او سیاسي بدلونونو ??امخې ته كول دي دغسې چې کشمیریان په خپله خاوره کښې په بې واکه ټولنه كښې بدل کړي۔ د هند د سترې محکمې د 2023م کال د دسمبر د میاشتې د 11 نیټې پرېکړه د کشمیر د خلکو د خپلواكۍ حق لمينځه وړلو لپاره د هند د غوښتنې څرګندونه ده، ده ووئيل هند له به په ??قب??ضه جمو و کشمیر کښې د بشري حقونو ??دي سرغړونې ختمول ٬ د 5 اګست 2019 یو اړخیزه او غیرقانوني اقدامات بېرته اخستل ٬ خپل ظالمانه قوانین لغوه كول٬ د بشري حقونو ?? سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو لخوا د تصویب شويو تحقیقاتو اجازه وركول او د جمو و کشمیر په اړه د ملګرو ملتونو ?? سلامتي كونسل اړوند قراردادونه عملي كول وي او پاکستان به تر هغه وخت د کشمیریانو ??خلاقي، سفارتي او سیاسي ملاتړ جاري ساتي تر څو چې دوئي د ملګرو ملتونو ?? سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو ??ره سم د خپلواكۍ حق ترلاسه نه كړي۔