اسلام آباد۔6جنوری(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي واپډا ته د خصوصي وګړي وېلفېئر ګرا??ټ بحالولو امر كولو سره وئيلي دي چې واپډا دې د ریټائر?? ملازم م??ذو?? ماشوم ته د وېلفېر ګرا??ټ بندېدو نېټې څخه په فوري توګه ادائيګي وكړي۔ د ایوان صدر میډیا ونګ لخوا د خالي په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې صدر ډاکټر عارف علوی ووئيل چې واپډا اهلکارو په غېر منصفانه توګه م??ذو?? ماشوم ته وركړې كېدونكې مياشتنيز ګرا??ټ بند كړے دے د دې بايد پلټنې وكړې شي او د ككړو په ضد تاديبي كارروائي وكړې شي۔ صدر مملکت د وفاقی محتسب د پرېكړې په ضد د سید نور علی زیدی (شکایت كوؤنكي) اپیل منظورولو سره ووئيل ككړو اهلكارو د ريټائر?? ملازم كورنۍ لپاره نه بلكې واپډا لپاره هم د شرم وړ صورتحال رامخې ته كړې دې۔ ده ووئيل ميډيكل بورډ پرېكړه كړې وه چې م??ذو??ي لرونكې وګړے ټول عمري لپاره د ملازمت كولو جوګه نه دے٬ واپډا د ده تربيې لپاره بايد د بشري حقونو وزارت سره رابطه وكړي٬ دغه وزارت خصوصی وګړو ته 50 څخه د زياتو هنرونو ښودل?? او د دوئي او د آجرانو ترمينځه د تړون پېدا كولو پروګرام لري۔ دا خبره دې ښكاره وي چې شکایت كوؤنكي وفاقی محتسب ته خواست كړے وو چې د هغه م??ذو?? ځوي ته تر 21 كالو عمر باقاعدګۍ سره ګرانټ وركولے شو ٬ وروستو واپډا د هغه نوم ريكارډ څخه وويستلو۔ وفاقي محتسب د واپډا په حق كښې پرېكړه كولو سره ووئيل چې م??ذو?? وګړے د وېړيا طبي آساني?? او ګرانټ حق نه لري۔ دې څخه وروستو شكايت كوؤنكي د محتسب د پرېكړې په ضد صدر ته اپيل وكړو۔ دا خبره ??ې ياده وي چې شكايت كوؤنكې واپډا میډیکل بورډ په كال 1996 كښې پېدائشي ګونګ او كونړ ګرځولے وو۔ ډاکټر عارف علوی ووئيل چې د فلاحي ګرا??ټ بندولو پرېكړه چا او ولې وكړه ددې بايد پلټنې وكړې شي۔ ده د حقائقو په رڼا كښې د وفاقي محتسب پرېكړه مسترد كولو سره امر وكړو چې واپډا دې د ریټائر?? ملازم م??ذو??ي لرونكي ماشوم ته د وېلفېر ګرا??ټ بندېدو نېټې څخه په فوري توګه ادائيګي وكړي او د ككړو اهلكارو په ضد دې تاديبي كارروائي كولو سره په 30 ورځو كښې محتسب ته رپورټ وړاندې كړي۔