پېښور 13 دسمبر (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئېلي دي چې كله هېواد په مشكل كښې وي نو مونږ له سياسي اختلافات يو خوا كولو سر?? د ??ېلنجونو ??قا??له كول پكار دي٬تقسيم٬كركې او د انا سياست كه ښخ كړے شي نو دا هېواد به يو قوي هېواد جوړ شي۔ د هائي ك??رټ بار وكيلانو كنونشن ته په خپله وينا كښې د پي پي چيئرمېن وينا وه چې په ډي آئي خان كښې د ترهه ګرۍ د پېښې غندنه كوو٬ترهه ګري يو ځل بيا سر پورته كوي٬مونږ ټولو له به په ګډه د دې ??قا??له كول وي او د دې ??قا??له يو سياسي ګوند يواځې نشي ك??لې٬ ده ووئېل مونږ له د سياسي اختلافات نه يو خوا په ګډ?? د ??ېلنجونو ??قا??له كول پكار ده۔ د پخواني خارجه وزير وينا وه چې مونږ د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره ډېرې قربانۍ وركړي٬مونږ د ترهه ګرۍ خاتمه كړی وه او نړۍ مني چې پاكستان په ترهه ګرۍ قابو موندلے ؤ ٬خو بيا د پارليمان څخه د پوښتنې نه غېر سنګينه ترهه ګرۍ كښې ككړ كسان د زندان څخه ويستل شول ٬ ده ووئېل دغې يوې پريكړې پاكستان 10 كاله وروستو بوتلے۔ده ووئيل زه 18 مياشتې د دې هېواد خارجه وزير پاتې شوے يم ٬ ما پخپله كتلې چې په پاكستان كښې څومره صلاحيت موجود دے٬ ده ووئېل كه د تقسيم نفرت او انا سياست دفن كړے شي نو دا هېواد يو قوي هېواد جوړېدې شي٬۔ده ووئېل د غربت٬بې روزګارۍ او ګرانۍ ??قا??له مونږ كولې شو٬كه مونږ خپل مينځ كښې جنګېږو نو بيا دا مسئله ختمېدې نه شي۔