اسلام آباد۔5دسمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو، خپرونو او پارلماني چارو وفاقي وزير مرتضی سولنګي د برصغير د نامتو سندرغاړي است??د حسين بخش خان ګلو په مړينه د ژور خفګان څرګندونه کړې ده۔ د نهې په ورځ د اطلاعاتو نګران وزير په خپل يو بيان كښې د است??د حسين بخش ګلو له كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره وئيلي چې د است??د حسېن بخش ګلو د مړينې په خبر اورېدو راته زيات افسوس وشو۔ ده ووئيل است??د حسين بخش ګلو په ګرده نړۍ كښې د خپل فن نقشونه پرېښودلي دي۔ هغه په راډیو پاکستان او پاکستان ټلویزیون کښې هم د خپل غږ جادو ته دوام ورکړ۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔