اسلام آباد 09 اكتوبر (اے پي پي)نګران وزيراعظم ا??وار الحق كاكړ وئېلي دي حج آسان او كم مصرفه جوړولو ??پاره دې اقدامات وكړے شي٬د حاجيانو لپاره په كېدونكو انتظامات به كوم ډول سمجهوته ونه كړې شي او په كم مصرف كښې دې ښې آسانۍ وركول باوري كړی شي٬د نجي څانګو جامع نګراني كولو سره دا خبره باوري كړې شي چې د هغوي په توسط د پرائيوېټ سكيم له مخې تلوونكو حاجيانو ته دې كوم ډول ستونزې ورمخې ته نه شي او حج پالېسي دې و??اقي كابينې ته د منظورۍ لپاره سمدستي وړاندې كړی شي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله وزيراعظم ا??وار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د مذهبي چارو وزارت غونډه وشوه۔په غونډه كښې د وزارت كاركردګۍ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم د حج په اړه د اقدامات او حج پالېسۍ 2024 تيارۍ پېشرفت نه هم خبر كړے شو ۔د غونډې ګډون كوونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د حج غون??ې مهمې مذهبي وظيفې ترسره كولو ??ه د حاجيانو آسانې او كم مصرفه جوړولو ??پاره اقدامات وكړئ ۔ده سپارښتنه وكړه چې د حاجيانو لپاره په كېدونكو انتظاماتو به كومه سمجهوته ونه كړې شي ۔ده دا هم ا??ر وكړو چې د نجي څانګو جامع نګراني سره دا دې باوري كړې شي چې د هغوي په توسط د پرائيوېټ سكيم له مخې تلوونكو حاجيانو ته كوم ډول ستونزې ورمخې ته نه شي٬ حج پالېسي دې و??اقي كابينې ته د منظورۍ لپاره سمدستي وړاندې كړی شي۔په غونډه كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير انيق احمد٬د مذهبي چارو وزارت اېډېشنل سېكرټري او اړوند چارواكو ګډون كولو۔