اسلام آ??اد 30 اګست (اے پي پي) د صحت لنډمهاله وفاقي وزير ډاکټر نديم جان ??ئيلي دي چې د لاهور په ماحولياتي نمونو كښې د پوليو وائرس تصديق٬ بيا بيا په ماحولياتي نمونو كښې د وائرس موجودګي د تشويش وړ خبره ده۔ د شورو په ورځ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان ??ه مخې ده ووئيل چې په لاهور كښې په ماحولياتي نمونو كښې د پوليو وائرس تصديق شوېدے٬ وائرس په جنياتي توګه د افغ??نس??ان په قندهار ولايت كښې تصديق شوې وائرس سره تړون لري۔ ده ووئيل د پوليو په ضد جنګ كښې پاكستان او افغ??نس??ان په ګډه كوټلې لائحه جوړوي٬ د تېر كال راهسې په هېواد كښې د پوليو كېسز په شمېره كښې كمې راغلے دے۔ ډاکټر نديم جان ??وئيل په ماحولياتي نمونو كښې بيا بيا د وائرس ترلاسه كېدل د تشويش خبره ده٬ د پوليو په صورتحال مو نظر ساتلے دے٬ د پوليو پروګرام د ټاپ اېكسپرټ په بنو كښې تعينات شوېدے او دوي ته د وائرس خپرېدو لاره نيولو لپاره ټارګټس وركړې شوې دي۔ ده ووئيل لاهور څخه سږ كال درېمه ماحولياتي مثبت نمونه تصديق شوې ده چې ورسره تر اوسه په پاكستان ??ښې د مثبت نمونو شمېره 17 ته رسېدلې ده۔ ډاكټر نديم جان ??ور پلار ته اپيل كړے دے چې د پوليو كمپائن په مهال كوچنيانو ته د پوليو څاڅكي ضرور وركړي