اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) صد?? مملکت ډاکټر عارف علوي ميډيا ورکرز او خبريالې ورورولۍ ته د خپل اړخه په پاکستان اليکټرانك ميډيا رېګوليټري اتھارټي (پېمرا) بدلون بل د ملاتړ باور وركړے دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صد?? مملکت د دې ملاتړ څرګندونه د پاکستان فېډرل يونين آف جرنلسټس (پي اېف يو جے)، آل پاکستان نيوز پيپرز سوسائټي (اے پي اېن اېس)، پاکستان براډ کاسټرز ايسوسي اېشن (پي بي اے)، کونسل آف پاکستان نيوز پيپر ايډيټرز (سي پي اېن اي) او د ايسوسي ايشن آف اليکټرانکس ميډيا ايډيټرز اينډ نيوز ډائريکټرز (ايمنډ ) نمائندګانو پل??وي سره په خبرو كښې وكړه كوم چې د نهې په ورځ صدر سره په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ په پلاوي كښې افضل بټ، ارشد انصاري، ناز آفرين سهګل، سرمد علي، شهاب زبېري، شکيل مسعود، اعجاز الحق، کاظم خان، اياز خان او اظهر عباس شامل وو۔ صد?? مملكت د د پېمرا بدلون بل معارفي كولو له د ميډيا ورورلۍ اجتماعي هڅو ستائل?? سره ووئيل د سركاري اشتهارونو د الېكټرانك ميډيا ملازمينو واجباتو ادائيګۍ سره تړل?? سره به د دوئي د مسئلو حل كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ صد?? مملكت پل??وي سره د قانون سازۍ په بېلو اړخونو هم تف??يل?? خبرې وكړې۔ صد?? مملكت ووئيل چې ميډيا او په خاص توګه مشران خبريالان دې د زده كړو ادارو او پوهنتونون?? سره خپل تړون سوا كړي۔ مشران خبريالان دې د صحافت په مېدان كښې د نوي پېشرفت په اړه زده كوؤنكي خبر كړي۔ ده ووئيل د ميډيا ذمه واري ده چې خلق اخلاقياتو او د سوشل ميډيا ذمه وارو او تعميري استعمال څخه خبر كړي۔ پل??وي صد?? مملكت ته د نوي بل د بېلو شقونو په اړه ووئيل۔ دوئي ووئيل دې بل سره به خبريالې ورورولۍ سره سره ميډيا ملازمينو ته هم ګټه ورسي۔ پل??وي په د بدلون بل په ملاتړ كولو او ميډيا كميونټي ته د پېښو مسئلو حل كولو كښې په خوښي لرلو د صد?? مملكت مننه وكړه۔