ساهیوال 06 دسمبر (اے پی پی) ??خو??ني وزیراعظم او د قامی اسمبلۍ سپيكر راجه پروی?? اشرف ساهیوال كښې د پي پي پي ضلعي صدر ذکی چوهدري په حجره كښې د ګوند لارښودو او كاركنانو سره ملاقات کړے٬ ده میډیا ته په خپلو خبرو كښې ووئيل مونږ د آئین،پارلیمان او جمهو??یت بر لاسے غواړو، ټولو وګړو ته پيغام وركوم چې په 8 فروری ټاكنو لپاره ښه چاپيرچل جو?? كړي، ټولټاكنې د هېواد لپاره ضروری دي، ده ووئېل هېواد كښې ټولو سياسي ګوندونو ته خواست كوم چې ټاكنو لپاره امناكه چاپيرچل جو?? كړي دغسې چې د آئیں له مخې بې پرې ټاكني وكړې شي، ده ووئېل سپيځلې او د آئین له مخې كيدونكو ټاك??و په نتيجه كښې جوړيدونكے حكومت به هېواد د بحرانونو څخه اوباسي، پاکستان پیپلز پارټي به د خپل انتخابی منشور له مخې كاميابي ترلاسه كوي، ده ووئېل د پاکستان پیپلز پارټي ورکر هر ډول حالاتو لپاره هر وخت چمتو دي۔