اسلام آباد۔3دسمبر(اے پی پ??) د داخله چارو نګران وفاقي وزير سرفراز احمد بګټی د ګلګت بلتستان په چلاس سيمه كښې د مسافرو په بس د ډزو پېښې سخته غندنه كړې ده۔ نګران وفاقي وزير د اتوار په ورځ د غندنې خپل بيان كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد څرګندونه كولو سره غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووئيل عام وګړي په نښه كول يو بزدلانه عمل دے۔ ده ووئيل هېواد ??ښم??ه عناصر د ګلګت بلتستان امن له مينځه وړل غواړي۔ ده ووئيل دې ډول بزدلانه كاروائيو سره د ترهګرۍ م??اب??ه كولو له زمونږ د مېړنو ځواكونو حوصله لا لوړېږي۔ ده ووئيل د هېواد ??ښم??ان د ګلګت بلتستان په څير پرامن سيمې امن لمينځه وړل غواړي خو دوئي به دې كښې ناكامه پاتې كېږي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستاني قوم قرب??نۍ به بې ځايه نه ځي۔