اسلام آباد 27نومبر (اے پی پی)په ??تح??ه عرب امارات كښې پاكستاني سفير فيصل نياز ترمذي د ګل په ورځ د لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ د ??تح??ه عرب امارات(يو اے اي)دورې هركلي كولو سره وئېلي دي چې دواړه هېوادونه خپل روښانه او په زړه پورې سباؤن لپاره سټريټجك مرستې او اقتصادي٬تجارتي او پرمختيائي انضمام زياتولو كښې خوښي لري۔ پي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د وزيراعظم انوار الحق كاكړ د ??تح??ه عرب امارات دورې په مهال به په خاص توګه د توان٬بينكنګ سيكټر ??و سول ايوي اېشن په شمول نورو څانګو كښې د مفاهمت ګڼ شمېر يادښتونه لاس ليك شي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه سټريټجكي شراكتداري پراخا كولو او د ګډې سرمايه كارۍ كښې د اضافې د لارې پراخا اقتصادي صلاحيتونه او امتيازي موقعې رامخې ته كېږي۔ ده د دواړو هېوادونو سرمايه كارو لپاره د زړه راښكونكې څانګو رامخې ته كولو په اهميت هم زور راوړو۔سفير فيصل نياز ترمذي ووئيل چې توان٬هوا بازي٬ بندرځاې٬ فوډ سيكيورټي او د بينكنګ څانګې به د لنډ مهاله وزيراعظم د دورې فوكس ايرياز وي چې پكښې به د دواړو هېوادونو په تاريخي تجارتي لوظ نامو د لاس ليك نه پس دوه اړخيزه اړيكو كښې د پېشرفت جائزه اخستلې شي۔ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارتي كلن حجم 10 بلين ډالر دے او په دې كښې د اضافې ډېر زيات امكانات دي۔ده واضحه كړې چې په ??تح??ه عرب امارات كښې 1.8 ملين څخه زيات پاكستاني وظيفه ترسره كوي خو ??تح??ه عرب امارات ته اوس هم په بېلو څانګو كښې د لا هنر مندو كاركنانو ضرورت دې۔سفير ووئيل چ?? لنډ مهاله وزيراعظم به د كوپ -28مې مشرانو په غو??ډه كښې د پاكستان پلاوي مشري كوي٬دا غو??ډه د موسمياتي بدلون په اړه د پاكستان په څير هېوادونو لپاره يو سر مشريزه غو??ډه ده۔ ده ووئيل پاكستان ماحوليات سره اړوندو ټولو نړيوالو مباحثو كښې د لارښودنې كردار ترسره كړے دے۔