اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پ??) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د هېواد د ??عي??ت استحکام لپاره آئي اېم اېف سره متفقه اصلاحاتي هڅو لپاره د حكومت د مستقل عزم پخلے كړے دے چې مقصد ئې په تل پاتې بنياد د پاكستان ??عي??ت مستحكم كول دي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره د آئي اېم اېف مشن چيف ناتھن پورټر او پاکستان لپاره د آئي اېم اېف ريذيډنټ نمائنده ايستھر پيريز ليدلي دي ٬ ھغوي د سټينډ بائي لوظنامې (اېس بي اے) د وړومبني جاج له مخې حكومتي ډلې سره په تکنيکي كچه د شوو خبرو اتر?? نه وزيراعظم خبر كړو ٬ ناتھن پورټر د پروګرام درې مياشتني پ?? ترسره كولو كښې د پاكستان حكومت د هلو ځلو اعتراف وكړو۔ ده ووئيل د دې هڅو په نتيجه كښې په تکنيکي كچه د خبرو اترو په زړه پورې نتيجه رامخې ته شوې ۔ ده ووئيل دواړو ډلو د اېس بي اے ??ه بېلا بېلو اړخونو په پراخه تناظر كښې خبرې اترې كړي۔ ده په تکنيکي خبرو كښې د خزانې وزير او د ھغه د ډلې او د مركزي بېنك ګورنر سره د دوي د ډلې د كردار ستائنه وكړه ۔ وزيراعظم پاكستان سره په جاري كار د آئي اېم اېف د ډلې مننه وكړه او د خزانې وزير په مشرۍ كښې ئې پروګرام مخ په وړاندې بوتللو كښې د هغوي د ډلې د مرستې ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د هېواد د ??عي??ت استحکام لپاره آئي اېم اېف سره متفقه اصلاحاتي هڅو لپاره د حكومت د مستقل عزم پخلے كړے چې مقصد ئې د پاكستان ??عي??ت مستحكم كول دي۔ په دې موقع د خزانې نګرانه وزيره شمشاد اختر، د سټېټ بېنك ګورنر، د اېف بي آر چيئرمېن او اعليٰ چارواكي هم موجود وو