اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرہ بلوچ وئيلي دي چې وزيراعظم انوار الحق کاکړ د ازبکس??ان په پايه تخت تاشقند كښې د اي سي او مشرانو په 16مه غونډه كښې سيمه ايز پرمختګ٬ رابطو او د شريكې خوشحالۍ هدفونو لاپره د پاکس??ان د عزم پخلے كړے۔ د جمعې په ورځ وياندې د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل وزيراعظم د تنظيم د سباٶن د كار سيمه ايزو روابطو او شريكې سوكالۍ ودې لپاره د پاكس??ان وژن وړاندې كړوژ دې ووئيل وزيراعظم د تجارت، سرمايه کارۍ، ټرانسپورټ او د مواصلات د بنيادي ډھانچے ودې او تل پاتې اقتصادي پرمختګ لپاره د سيمه ايزې مرستې په ضرورت زور رواړې۔ وياندې ووئيل وزيراعظم د اسرائيلي قابض ځواكونو لخوا په غزه د پرله پسې او مرګونې بمبارۍ په سختو ټكو غندن?? كړې او د فلسطين مسئله ئې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د او آئي سي د اړوند قراردادونو له مخح په حل كولو زور رواړې٬ وزيراعظم ووئيل چې زياتېدونكې عدم رواداري، زينو فوبيا او په اسلامو فوبيا نړيوال توجه ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د اسلامو فوبيا په رجحان كښې د اضافې په ضد سياسي او قانوني مخنيوي او د شريكې احترام٬ د مذهبونو ترمېنځه هنغږي او پرامن بقائے باهمي ت?? په وده وركولو هم زور رواړو٬ د اي سي او مشرانو غوندې په موقع وزيراعظم د آذربائيجان او ازبکس??ان صدور سره دوه اړخيزه ملاقاتون?? كړي۔ ده د اي سي او عمومي سېكتر سفير خسرو نوزيري سره هم ملاقات كړې۔ وياندې ووئيل چې په دې ملاقاتونو كښې د دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو، سيمه ايزې رابطې او پرمختګ ته په فعاله توګه وده وركول او د يو تنظيم په توګه اي سي او قوي كولو ته پام وګرځولے شو