اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د توان نګران وفاقي وزير محمد علي وئيلي دي د ګاز په بېعه ??ښې د اضافې نه پس به د پټروليم ګرځينده قرض ختم شي ٬ اوس به د ګاز زيان نه كېږي ٬ په مجموعي توګه په يو كروړ كښې د 57 لكه ګاز كنكشنز تېرف نه دې زيات كړے شوي٬ روسيه څخه به په كلنه توګه 90 لكه مېټرك ټن تېل درامد كوٶ٬ د تېلو د اخستو كمرشل لوظنامه شوې ده، هيله لرو چې د روسيه خام تېل به د ماركيټ نه د لس نه تر 15 ډالرو بېرل ارزان وي۔ د توان وزير د زيارت په ورځ ?? اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي سره د برېفنګ په مهال ووئيل اي سي سي د ګاز په بيعه ??ښې د اضافې منظوري وركړې شوې كومه چې به اوس حتمي منظورۍ لپاره د كابينې غونډه كښې وړاندې كولې شي، ده ووئېل د ګاز په بيعه ??ښې د اضافې نه پس به د پټروليم ګرځينده قرض ختم شي كومه چي لويه كاميابي ده ، ده ووئېل د ګاز په څانګه ك??ې په تېرو څلورو كالو كښې ګرځينده قرض 400 اربه روپۍ ٶ٬ ده ووئېل د ګاز بيعه ??ښې اضافې څخه غريب ته زيات تحفظ وركړے شوے دے