اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د خو??اك نړيواله ورځ هر كال اكتوبر كښی لمانځلې شي ٬ دا ورځ زمونږ پام د تلپاتې كركيلې اهميت پلو ګرځوي٬ د دې ورځې مقصد بېلو پالېسيو او اقدامات لپار?? د ??كومت او نورو اسټېك هولډرز ملاتړ ترلاسه كول دي٬ په معیشت كښې بهترۍ او د اولس ژوند كښې حقيقي بدلون راوستلو له به خپل پام كركيلې پلو ګرځول وي۔ د خو??اك نړيواله ورځې په مو??عه خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل د روان كال په مهال د خو??اك نړيوالې ادارې غذائی تحفظ باوري كولو له ” اوبه ژوند دے ٬ اوبه خو??اك دے ٬ څوك دې وروستو پاتې نه شي” يو ټولشموله سرخط معارفي كړې دې۔ ده ووئيل دا سرخط د پاكستان موجوده صورتحال سره زيات مطابقت لري۔ ده ووئيل ?? يوې اندازې لمخې د 100 كالو دننه به مو??ږ نزدې 6 چنده زياتو اوبو ته اړتيا لرؤ۔ ده ووئيل دا زمونږ خوش قسمتي ده چې مو??ږ د آبي وسائلو يو ځانګړې امتزاج لرؤ۔ ده ووئيل د پاكستان په آبي وسائلو كښې د واورې غرونه ٬ د سندھ آبي نظام او نهرونه شامل دي۔ صدر مملكت ووئيل بلخوا موسمياتي بدلونونه هم د زيات زيان سبب ګرځي۔ په كال 2022 ء كښې د سېلاب د لاسه 3 كروړه كسان وځپلې شوو او هېواد د 30 اربه ډالرو مالي زيان سره مخ شو۔ صدر مملكت په دې خبره زور راوړو چې په پاكستان كښې بې وزلي كمولو او غذائي تحفظ باوري كولو له زمونږ هڅې هله ګټورې ثابتېدې شي كله چې مو??ږ د كركيلې څانګې ته مناسب اهميت وركړؤ۔ ده ووئيل زه تاسو ته باور دركوم چې په معيشت كښی بهترۍ او د اولس ژوند كښې حقيقي بدلون راوستلو له به مو??ږ له كركيلې ته خاص پام ګرځول وي۔