مدینہ منورہ۔28ستمبر (اے پی پی) ۔ نګران وزيراعظم انوار ??لح?? کاکړ مسجد نبوي (ص) ته ??اړ چرته چې يې د روضې مباركې زيارت وکړو، رياض الجنة کښې يې نوافل ادا کړل او دعاګانې يې وکړه۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې نګران وزيراعظم مسجد نبوي (ص) سره پېوست د نړيوالې مېلې او سيرت نبوي او ??سل??مي تهذيب سره د اړوند عجائب ګھر دوره وكړه۔ د مېوزیم مدیر ډاکټر ناصر مسفیر الظهرانی وزيراعظم ته ??ركلې ووې۔ وزيراعظم ته ??ه دې مهال د تاريخي ميوزيم په اړه هر اړخيزه بريفنګ وركړے شو چې پكښې د نبي كريم (ص) په ژوند او تعليماتو او همدارنګه په ??سل??مي تمدن رڼا واچولې شوه۔ وزيراعظم د ??سل??مي ورثې د ساتنې او ددې په ډاګه كولو ??ه د روانو هڅو ستائنه وكړه۔ ډاکټر ناصر مسفير الظهراني وزيراعظم ته د ??سل??مي ورثې او د دوه اړخيزه تفاهم د ودې لپاره د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه د اړيكو د سمبول په توګه شيلډ او كتابونه وړاندې كړل۔ په مدینه منوره کښې نړیوال میله او میوزیم د پیغمبر علېه السلام د ژوند او ??سل??مي کلتور د روښانه کولو لپاره کلیدي اهمیت لري۔ دا ميوزيم بېن المذاهب مكالمې ٬ افهام وتفهيم او د بېلو عقيدو او تقاضو احترام ته د ودې وركولو مركز دے۔