اسلام آباد 16 اګ??ت (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ په جړانواله، فيصل ا??باد كښې په رامخې ته شوې پېښه د افسوس څرګندونه كولو سره باور وركړې دې چې قانون لاس كښې اخستلو سره د اقليتونو هدف جوړونكو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل د جړانواله څخه په ترلاسه خبرونو راته خفګان شوے دے ٬ د قانون خلاف ورزي كولو سره د اقليتونو هدف جوړونكو په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ ده ووئيل قانون نفاذ كوونكو ټولو ادارو ته امر شوے دے په دې پېښو كښې ككړ شرخوښي دې ونيولې شي او دوي ته دې بشپړه سزا وركړې شي۔ انوارالحق كاكړ ووئيل د پاكستان حكومت خپلو اقليتونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔