اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) ګرد هېواد كښې عاشورې عقيدت او احترام سره ولمانځلې شوه٬ حضرت امام حسېنؓ او د ھغوي ملګرو ته د كربلا په مېدان كښې د لازوال قربانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ د هېواد په ټولو لويو او كوچنيو ښاريو كښې علم٬ عمزاۍ او د ذوالجناح ج??وس برامد شوي او په سخت امنيتي حصار كښې پخپلو روايتي لارو تېرېد?? سره په سوله ايز ډول پائې ته روسېدل٬ په دې موقع د صدر او وزيراعظم د عاشورې ورځ په موقع خپل پېغامونه هم جاري كړل۔صدر مملکت ډاکټر عارف علوی وئيلي دي ??ې د عاشوره مقدس ورځ اسلامی تاریخ كشې لوئ اهمیت لري،دا معرکه د اسلام سرلوړۍ په خاطر يو جدوجهد ؤ۔ په دې ورځ د کربلا په ميدان كښې د حق او باطل په جهګړه كښې د اسلامی اقدار تحفظ په خاطر نواسه رسول صلی الله علیه ??سلم سیدنا امام حسین رضی الله عنه عظیم قربانی وركړې۔دا معرکه د اسلام سرلوړۍ په خاطر يو جدوجهد ؤ كوم ??ې د امام حسین اصولی موقف، غیر متزلزل بهادری او قربانۍ څخه عبارت دې۔وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي ??ې د امام حسین رضی الله قربانۍ مونږ ته غیر متزلزل ایمان، راست بازی او د انصاف ترلاسه كولو انمول سبق ښائي، عاشوره، محرم 10م ورځ ،د ټولي نړۍ مسلمانانو لپاره ژور تاریخی او روحانی اهمیت لري، دا زمونږ د نبی پاك صلی الله علیه ??سلم د خوږ نمسي امام حسین د حق لپاره د عظیم جدوجهد، قربانۍ او شهادت ورځ ده۔ په دې ورځ امام حسینؓ د خپل اصحاب او اهلِ بیت سره د كربلا په جنګ كښې د ظلم، جبر او ناانصافۍ په ضد په مړانه مقابله كړي۔ د عاشورې ورځ په موقع په آزاد جمو و کشمير او ګلګت بلتستان پشمول ټولو صوبائي سرښارونو او غبرګون ښارونو كښې د مرکزي ج??وس تابيا شوې۔ په دې موقع ذاکرينو او علمائے کرام د عظيم شهادت او د لازوال قربانۍ په بېلا بېلو اړخونو رڼا واچوله او حضرت امام عالي مقام واضح تعليمات او د كربلا د پېښې بېلا بېل اړخونه ئې رامخې ته كړل۔ د ګرد هېواد په لويو ښاريو لاهور کراچۍ، کوئټه، پېښور، ملتان ، فېصل آباد، سرګودھا، جھنګ، اېبټ آباد، مانسهرہ، هري پور كښې د محرم په لسمه ورځ مركزي ج??وس برامد شوي٬ د عاشوري ورځ په موقع په اديرو كښې هم اولس د خپلو خپلوانو په قبرونو حاضري كړې۔ په دې موقع لنګر او د نياز (منښتې) او د فاتحه خوانۍ هم اهتمام شوې۔ د ج??وس په داخلي او خارجي لارو ازغن تارونه لګولې شوي وو٬ د جلوسونو٬ امام باړو او د عبادت د نورو مذهبي ځايونو او د خاص مقاماتو پشمول ښار كښې مانيټر لپاره جديد سهولتون?? سره كنټرول رومز جوړ كړې شوې وو او د سي سي ټي وي كېمرو د لارې د ټولو حساس ځايونو نګراني كېده٬ د عزادارو سهولت لپاره ايمبولينس، ريسکيو 1122، فائر بريګيډ، واپډا، ضلعي انتظاميه او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو اهلكار او چارواكي جلوسون?? سره تعينات وو، پوليس ،رېنجرز ،ايليټ فورس او د دولفن فورس په شمول د بېلا بېلو ادارو اهلكار جلوسون?? سره موجود وو، په دې موقع د ريسکيو 1122، د صحت څانګې او دسول ډيفنس سره سره د بېلا بېلو تنظيمونو رضاكارو طبي كمېپس هم لګولي وو او په روغتونونو كښې هم اېمرجنسي نافذ كړې شوې ده دغسې ??ې د هر ډول ناوړه پېښې په سمدستي توګه مخنيوي وكړې شي۔ ټوله ورځ د عزا مجلسونو اهتمام هم شوې او د جلوسونو په اختمام شام غريباں اهتمام هم شوې