كراچي 20 جون (اے پي پي) د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن ا?? خارجه وزير بلاول ??ھټ?? زرداري د دې لوظ تجديد كړې چې په هېواد كښې به د آئين ا?? پارليمان سرلوړۍ او د جمهوري ادارو مضبوطيا لپاره د شهيد بېنظير بهټو په فلسفه په سختۍ سره عمل كوو۔ بلاول هاٶس مېډيا سيل لخوا د جاري بيان له مخې بلاول بهټو زرداري د اسلامي نړۍ وړومبۍ منتخب وزيراعظم شهيد بينظيربهټو ته د 70مې سالګرې په موقع د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو په مهال ووئيل چې دختر مشرق پرون هم په تيارو كښې پروت قام لپاره د رڼا څيره وه او نن په سختو حالاتو كښې د هغې سو?? او فلسفه هېواد لپاره لار ښودنه ده۔ ده ووئيل چې د پخواني حكومت په سبب پ?? هېواد كښې بې قابو شوې ګراني او بې روزګاري كنټرول او غربت خاتمې لپاره به د شهيد بېنظيربهټو د اولس دوست فلسفې پيروي كول وي۔ ده ووئيل چې شهيد بېنظيربهټو يو تاريخ ساز شخصيت او د انسان دوست ??حريك نامه ده