اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب وئيلي دي چې د سکرین ټورازم د لاري ?? پاکستان ښكلې كلتور او تهذیب او تمدن ټوله نړۍ كتل غواړي، غیر ملکی فلم جوړونكي بايد پاکستان كښې د عکس بندۍ او فلم جوړولو په څانګه كښې د خصوصی رعایتونو څخه ګټه پورته كړي، د پاکستان زدكونكو له فلم، آرټ اینډ کلتور كښې فني تربيي وركولو لپاره د المان ادارو د مرستي خوښي لرو۔دا خبري ??ې په پاكستان كښې د المان سفیر ایلفرډ ګرناس سره د ملاقات په مهال كړي۔ ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه فلم، آرټ او كلتور په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته سلا راغلي۔ ملاقات كښې بیبلسبرګ یونیورسټی او یونیورسټی آف ټیلی ویژن اینډ فلم میونك سره د اشتراك عمل په تجویز هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقی وزیر اطلاعات د المان ن سفیر فلم اینډ کلتور پالیسی او د دې ترمخه وركړې شوي مراعات په اړه خبر كړو۔دي ووئيل المان او پاکستان نجی سرکاری درس ځايونو كښې مرستي سره فلم، آرټ اینډ کلتور ته وده ترلاسه كيدې شي۔ وفاقی وزیري ?? المان این جی اوز جی آئی زیډ او هانس سیډل فاؤنډېشن پاکستان كښې خذمات وستائل۔ دي سېلاب ځپليو له د 18 كروړه 40 لکهه يورو په مرسته د المان مننه وكړه۔دي ووئيل ماحولیاتی تغیرات مقابلې لپاره نړيوال کنفرنس كښې 8 کروړه 40 لکهه يورو مرستي وركولو لوظ د المان د پاکستان ملګرتيا يو بل ثبوت دې۔دي ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت حجم 4 اربه ډالره ته رسولو ته اړتيا ده۔ وفاقی وزیري ووئيل اقبال او ګوئټه دواوړو ترمينځه يو قدر مشترك دي ، المان كښې اقبال ګوئټه آرټ اینډ کلچر سینټر جوړولو سره به د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته نور هم رانزدې شي۔دي ووئيل د المان ميډيا د پاکستان حالات معروضی او غیرجانبدارانه انداز كښې رپورټ کو?? كوم چې د ستائني وړ كار دې۔د المان صحافتی تنظیم پلاوي راروانه مياشت كښې د پاكستان دوره هم متوقع ده۔ ملاقات كښې د شريكي خوښي او دوه اړخيزه مرستي زياتولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د المان سفیر د اطلاعاتو وزیري ?? فلم اینډ کلتور ودي لپاره هڅي وستائلي۔