اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) په پبلک اکاٶنټس کمېټۍ (پي اے سي) كښ?? د سټېټ بېنك لخوا د ډېم فنډ تفصيلات وړاندې كړے شوي چې له مخې ئې په ډېم فنډ كښ?? 17 اربه 71 کروړه روپو نه زيان رقم په نېشنل بېنك او د سټېټ بېنك په اكاٶنټس كښ?? موجود دے۔ د نهې په ورځ د پي اے سي غونډه د چيئرمېن نور عالم خان په مشرۍ كښ?? وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو او اړوندو سركاري چارواكو ګډون كولو۔ په غونډه كښ?? د سپريم کورټ په آډټ اعتراضات غور په اېجنډا شامل ٶ٬ د سپريم كورټ رجسټرار په ځاے ډپټي رجسټرار سيد شير افګن په غونډه كښ?? ګډون و??ړو او غونډې ته ئې ووئيل چې رجسټرار دستياب نه ٶ۔ نورعالم خان ووئيل سپريم کورټ زمونږ دے٬ قامي اسمبلي وي ، سينيټ يا د بيوروکرېسي ٬ټولې زمونږ ادارې دي۔ مونږ د چا سپكاوي له دلته نه يو ناست٬پرنسپل اکاٶنټنګ افيسر رجسټرار دے د ھغوي دلته راتلل ضروري دي٬ ده ووئيل د مومند او بهاشا ډېم فنډ ځواب غواړٶ٬ آيا د دې فنډ د خزانې وزارت څخه اجازه اخستې شوې۔ د هېواد كه يوه ورپۍ هم يوه اداره خرچ كوي نو مونږ به ځواب غواړو٬ ده ووئېل كه سپريم کورټ آډټ نه كوي نو نورې ادارې به څنګه وكړي ٬ رجسټرار د پرنسپل اکاٶنټنګ افيسر په توګه پي اے سي ته د وړآندې كېدو پابند دے٬ خط كښ?? تاسو ليكلي چې مونږ به پي اے سي ته نه وړاندې كېږو٬ ده ووئېل آئين چې څه خبره كوي په ھغې تاسو سټے څنګه وركولې شئ٬ كه داسې وي نو د نورو وزارتونو پرنسپل اكاٶنټنګ افسران هم د را??لل?? نه منع كړئ۔ نورعالم خان ووئيل ډپټي رجسټرار نن يوه بله چيټئ جمع كړې۔ ډپټي رجسټرار ووئيل ما ته امر شوے ٶ چې دا ځواب جمع كړئ۔ نور عالم خان ووئيل مونږ د عدليه بحالۍ په تحريك كښ?? ملګرتيا كړې او قربانۍ مو وركړي٬ د عدليه بحالي هم پارلمان كړې وه۔ ډپټي رجسټرار ووېيل دا تاثر ناسم دے چې د سپريم کورټ آډټ نه كېږي٬ د سپريم کورټ انټرنل آډټ هم كېږي، آډيټر جنرل هم كوي٬ زه هېڅ معلومات نه لرم چې زمونږ كوم آډټ اعتراضونه د التوء ښكار دي۔ د پي اے سي ممبر ملك مختار احمد ووئيل د آډټ له مخئ تر كال 2021 د 49 آډټ اعتراضونو رېكارډ نه دې تصديق كړے شوے ٬ پي اے سي ووئيل د ډېم فنډ چې څه تفصيل وړاندې كړې شوې٬ په دې كښ?? د ډونر تفصيل شته او نه د خرڅونو رېكارډ ۔ د خزانې سېكرتري ووئيل په پنځمه جولائي كال 2018 كښ?? ډېم فنډ جوړ كړے شوے ٶ?? د دې فنډ ??امې بدلېدې ٬ فنډ جمع كولو لپاره اکاٶنټ کنټرولر جنرل آف اکاٶنټس ته پرانستل كول وو او مېنجمنټ ئې د سپريم کورټ رجسټرار له كول وو٬ د سپريم کورټ پشمول نورو سركاري ادارو ته د فنډ ??پاره د اكاٶنټ بېرته كولو اجازه وه۔ نورعالم خان ووئيل زه غواړم چې په دې پارلمان پرېكړه وكړي۔ دغسې د سټېټ بېنك لخوا پي اے سي كښ?? د ديامر بهاشا او مومند ډېم فنډ تفصيلات وړاندې كړے شول۔ د پي اے سي چيئرمېن نورعالم خان په دې موقع ووئيل د آئين له مخې رجسټرار ته پي اے سي ته وړاندې كېدل پكار وٶ ٬ زمونږ مقصد د چا سپكاوے نه دے٬ دا آئيني تقاضه ده كه ھغه حاضر نه شو نو وارنټ به ئې جاري كوم۔ دغسې پي اے سي د سپريم كورټ رجسټرار ته پي اے سي ته د وړاندې كېدو امر وكړو